په جوزجان کې د داعش او طالبانو ترمنځ سخته جگړه روانه ده
۱۳۹۶ آبان ۲, سهشنبه
په جوزجان کې د طالب او داعش جنګیالیو تر منځ نښتو کې ۲۳ کسان وژل شوي دي. دغه دوې ډلې یو له بل سره ایډیالوژیک توپیر لري او ډیر وخت د سیمو پر سر یو له بل سره جنگيږي.
اعلان
د جوزجان ولایت یوه ویاند محمد رضا غفوري، د سه شنبې په ورځ د آلمان خبري آژانس ته وویل چې د دغو ددو ډلو تر منځ هغه وخت د یکشبنې په ورځ نښتې رامنځ ته شوې چې طالبانو په قوشتیپه ولسوالۍ کې د داعش پر سیمو باندې بریدونه وکړل.
هغه وویل چې په تیرو درو ورځو کې د داعش ۱۳ او د طالبانو ۱۰ جنګیالي وژل شوي دي. غفوري زیاته کړې ده چې په دواړو خواو کې جنګیالي ټپیان شوي هم دي.
د جوزجان د ولایتي شورا غړي عبدالقادر، ویلي دي چې د طالبانو جنګیالي چې شمیر یې د ۸۰۰ او ۲۰۰۰ تر منځ دی، تیره اوونۍ په دې ولسوالۍ کې راټول شوي ول. هغه زیاته کړې ده چې دغه طالبان له جوزجان، فاریاب، کندز، تخار، کندهار او هلمند ولایتونو څخه دې سیمې ته راغلي ول چې له داعش څخه دغه سیمه بیرته ونیسي.
د جوزجان د ولایتي شورا غړي حفیظ الله ندرت، وویل: «افغان ځواکونه ډیر څه نه شي کولای ځکه هغوی پر دواړو اړخونو باندې کنترول نه لري.»
تروريستي سازماان «اسلامي دولت» تر دې دمخه د يوې جغرافيايي نقشې په خپرولو سره حتی د افريکا او اروپا ځيني برخي په خپل «خلافت» کي شاملي گڼلي دي.
له کوچنيانو څخه د تروريستي هدفونو له پاره کار اخيستل د داعش پخوانی کار دئ. کوم انځورونه چي د دغي تروريستي ډلي له خوا له عراقه خپاره سوي، ښيي چي دوی څرنگه کوچنيان پر تروريستي بريدونو کي کاروي.
انځور: picture-alliance/dpa/G. Habibi
څه موده مخکي وسله والو طالبانو په افغانستان کي داعش ته گواښ وکړ، چي د افغانستان په «جهاد» کي مداخله نه کوي. په افغانستان کي ځيني طالبان له داعش سره يو ځای سوي دي.
انځور: picture-alliance/dpa/G. Habibi
پر کوچنيانو باندي هر ډول خبره ډېر ژر اغېزه کوي او په دې سره په اسانۍ سره سړی کولای سي هغوی «جهاد» ته تيار کړي. ځکه نو تروريستي ډلو لکه داعش د کوچنيانو روزلو ته مخکه کړې ده.
انځور: picture-alliance/dpa/G. Habibi
څه موده دمخه د افغانستان د ملي امنيت ادارې خبر ورکړ چي په دغه هيواد کي ئې د حافظ سعيد په نوم د داعش يو قوماندان له خپلو ۳۰ انډيوالانو سره په يوه هوايي يرغل کي وژل سوی دئ.
انځور: picture-alliance/dpa/G. Habibi
په دې وروستيو کي د وسله والو طالبانو څو قوماندانان له تروريستي ډلي اسلامي دولت سره يو ځای سول او د افغانستان په ختيځ کي دغه ډله نوره هم پياوړې سوه.