1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

په جوزجان کې د داعش او طالبانو ۲۰۰ جنگيالي وژل شوي

۱۳۹۷ مرداد ۳, چهارشنبه

افغان چارواکو ویلي دي چې له دوو اوونیو راهیسې د افغانستان د شمالي ولایت جوزجان په دوو ولسوالیو کې د داعش او طالبانو د جنګیالیو تر منځ سختې نښتې روانې دي چې له کبله یې دواړو اړخونو ته سخته مرګ ژوبله اوښتې ده.

Irak - Mosul - IS
انځور: Getty Images/AFP/A. Al-Rubaye

د جوزجان والي لطف الله عزیزي، له دویچه ویله سره په یوه مرکې کې وویل چې نښتې په درزاب او قوشتیپې ولسواليو کې روانې دي.

هغه زیاته کړه: «نښتې له څه نا څه دوو اوونیو راهیسې د درزاب او قوشتیپې په ولسوالیو کې روانې دي. په دواړو اړخونو کې ډیرو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.»

عزیزي روښانه کړه چې که څه هم هغه د مرګژوبلې دقیقې شمیرې په لاس کې نه لري خو روښانه یې کړه چې کیدای شي چې د جګړې د دواړو اړخونو ۲۰۰ جنګیالیو ته مرګ ژوبله اوښتي وي.

داعش ترهګرې ډلې په وروستیو وختونو کې په افغانستان کې خپل حضور پراخ کړی دی. دغه ډله د افغانستان د نورو سیمو په پرتله په ننګرهار او فاریاب ولایتونو کې ډیر جنګیالي لري.

که څه هم داعش او طالبان دواړه د کابل حکومت پر ضد جنګیږي، خو دغه دوې ډلې یو له بل سره هم قوي ایډیالوژیک اختلافات لري او وخت نا وخت په جګړو کې سره ښکیلیږي. په داسې حال کې چې طالبان د خپل جګړې هدف یوازې د کابل حکومت ړنګول او په افغانستان کې د اسلامي امارت رامنځ ته کول بولي، داعش بیا د سیمې په کچه اهداف لري. دواړي ډلې بیا په ځینو مواردو کې له اسلام څخه د خپل اهداف له مخې تعبیر اخلي.

په جوزجان ولایت کې د طالبانو او داعش د نښتو له کبله ډیر ځایي اوسیدونکي د خپل کور کلي پریښودو ته اړ شوي دي. د جوزجان والي په دې اړه وویل: «مرګ ژوبله یوازې د طالبانو او داعش د جنګیالیو تر منځ رامنځ ته شوې خو ځايي اوسیدونکي د خپلو کورونو پریښودو ته اړ شوي، ورته مالي زیان رسیدلی او اواره شوي دي. یو شمیر یې د شبرغان ښار ته راغلي یو شمیر نور یې بیا د خپلو ولسوالیو مرکزونو ته ګډه شوي او په بد حالت کې دي.»

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د د بشري چارو د همغږي له پاره دفتر یا (UNOCHA)  د دوشنبې په ورځ په خپل یوه رپوټ کې وویل چې د روان کال له پیل راهیسې د افغانستان د جګړو له کبله تر ۱۶۲ زرو ډیر کسان له خپلو کورونو څخه بې ځایه شوي دي. په ډې ډله کې یوازې تیره اوونۍ ۷۷۰۴ تنه له خپلو سیمو تیښتې ته اړ شوي.

د والي په خبره بیځایه شویو کسانو ته د مرستو رسول اوس ستونزمنه موضوع ده، ځکه طالبانو سیمې ته ټولې رسیدونکې لارې تړلې دي. هغه وویل: «په دې سیمو کې کافي خوراکي مواد موجود نه دي او طالبانو هم لاري تړلې دي له همدې کبله هغوی ته د تازه مرستو رسول ستونزمن دي. موږ اوس په سیمه کې له موجودو موادو څخه په استفادې هغوی ته ځینې مرستې ورکړي دي.»

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب