شخړي
په جوزجان کې د طالبانو برید ۱۲ امنیتي ځواکونه وژلي
۱۳۹۷ مهر ۱۷, سهشنبهاعلان
د جوزجان امنیه قوماندان فقیر محمد جوزجاني، اسوشیتد پرس خبري آژانس ته د سه شنبې په ورځ وویل چې طالبانو د دوشنبې په ورځ ناوخته د دې ولایت پر قوش تیپه ولسوالۍ برید وکړ.
د جوزجاني په خبره د طالبانو دغه اقدام د قوش تیپې ولسوالۍ د نیولو یوه ناکامه هڅه وه. هغه زیاته کړه چې په پیښه کې ۳۰ طالبان وژل شوي او ۱۹ تنه نور ټپیان دي.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد، د برید پړه منلې خو ادعا یې کړې ده چې له کبله یې لوړه مرګ ژوبله رامنځ ته شوې ده. طالبان ډیر وخت په خپلو بریدونو کې د رامنځ ته شوې مرګ ژوبلې کچه لوړه ښيي.
طالبان همداراز د دوشنبې په ورځ په غزني ولایت کې پر یوې ولسوالۍ باندې برید وکړ چې له کبله یې درې امنیتي ځواکونو خپل ژوند له لاسه ورکړ. د غزني امنیه قوماندان وایي چې په پیښه کې پنځه نور ځواکونه ټپیان شوي هم دي.