1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په جوزجان کې ۱۴ ولسي پاڅون کوونکي وژل شوي

۱۳۹۸ دی ۹, دوشنبه

طالبانو د دوشنبې پر سهار په جوزجان ولایت کې د ولسي پاڅون کوونکو پر پوسته برید کړی او ۱۴ کسان یې وژلي دي. بل لوري ته د امريکايي او افغان ځواکونو په گډو عملياتو کې د ۳۰ وسله والو د وژل کيدو خبر هم ورکړل شوی.

Karte Afghanistan Provinz Jowzjan Deutsch
انځور: DW

د جوزجان د والي وياند عبدالمعروف اذر وويل چې د طالبانو په دې بريد کې له وژل شويو ۱۴ کسانو  څخه یې  ۱۳ د حکومت پلوه مليشو غړي دي او يو تن پولیس دی.

نوموړي زياته کړه چې له مليشه ځواکونو څخه ۵ تنه ټپيان شوي دي او دوه یې لادرکه دي. هغه زياته کړه چې سيمې ته تازه دمي ځواکونه رسېدلي دي او دغه پوسته اوس په بشپړ ډول د حکومتي ځواکونو په لاس کې ده.

په عين حال کې امريکايي ځواکونو په هغه رپوټ کې چې هره ورځ یې افغان ځواکونو سره په شريکه د ترسره شويو شپنيو عملياتو په اړه ورکوي، ويلي چې په ټول هېواد کې یې د عملياتو په ترڅ کې ۳۰ تنه وسله وال طالبان وژلي او يو شمير نور وسله وال یې نيولي دي.

طالبانو په دې وروستيو کې د افغانستان په شمال کې بريدونه زيات کړي دي. د يکشنبې په ورځ یې په تخار ولايت کې د مليشه وو پر يوه پوسته بريد کې لږ تر لږه ۱۷ تنه وژلي ول. د جمعې په ورځ هم په هلمند کې يوه بريد لږ تر لږه ۱۰ تنه سرتيري ووژل.

طالبانو د جوزجان د دې ننني بريد پړه منلې ده او ويلي یې دي چې د يوه تن پوليس په گډون یې يو شمير ولسي پاڅون کونکي وژلي دي.

bs/mq (AP)

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب