1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

په جوزجان کې ۱۵۰ داعشان د طالبانو له ویرې دولت ته تسلیم شوي

۱۳۹۷ مرداد ۱۰, چهارشنبه

افغان چارواکي وایي چې د داعش تر ۱۵۰ ډیر جنګیالي په جوزجان ولایت کې د طالبانو تر یوه برید وروسته، افغان ځواکونو ته تسلیم شوي دي. طالبان او داعشان وخت نا وخته یو له بل سره خونړۍ نښتې کوي.

Symbolbild - Flagge ISIS
انځور: picture-alliance/dpa

د جوزجان ولایت د امنیې قوماندان جنرال فقیر محمد جوزجاني، ويلي دي چې د داعش ۱۵۲ جنګیالي د چهارشنبې په ورځ افغان ځواکونو ته تسلیم شوي دي. په تسلیم شویو کسانو کې د هغوی قوماندان حبیب الرحمان، هم شامل دی.

د جوزجان د ولایتي شورا مشر عبدالحی حیات، ویلي دي چې دغه کسان تر هغه وروسته افغان ځواکونو ته تسلیم شوي دي چې طالبانو په تیرو ورځو کې د جوزجان ولایت دوو ولسوالیو ته ډیر تازه نفسه جنګیالي ولیږل. په دې ولسوالیو کې د دواړو ډلو تر منځ نښتې روانې وي.

که څه هم چې طالبان او د داعش غړي دواړه د افغان حکومت پر ضد جنګیږي، خو دغه دوې ډله بیا یو له بل سره پراخ ستراتیژیک توپیرونه لري.

له بلې خوا طالبانو په یوه بیانیه کې ویلي دي چې په جوزجان ولایت کې یې د داعش په لسونو غړي وژلي او ۱۳۰ تنه نور یې نیولي دي. دغې ډلې زیاته کړې ده چې په نښتو کې ۱۷ طالبان هم وژل شوي او ۱۳ نور ټپیان شوي دي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب