ځانمرگي برید ۹۰ تنو ته مرگ ژوبله واړوله
۱۳۹۱ آبان ۵, جمعه یوه ځانمرگي برید د اختر په لومړۍ ورځ (د ۱۳۹۱ کال د عقرب ۵مه/ د ۲۰۱۲ کال د اکتوبر ۲۶مه) د فاریاب ولایت د اوسیدونکو خوښۍ په وير بدله کړه. که څه هم په افغانستان کې ناامنۍ شته خو هغه کسان چې د میمنې جومات ته د اختر د لمونځ له پاره راغلي ول په دې فکر نه ول چې په دې ورځ به د یوه ځانمرگۍ برید کوونکي تر برید لاندې راشي.
د فاریاب ولایت چارواکو دویچه ویله ته وویل چې ځانمرگي برید کوونکي هغه وخت خپل چاودیدونکي مواد وچاول چې خلک د اختر د لمانځه د تر سره کولو وروسته له جومات څخه د وتلو په حال کې ول.
د فاریاب ولایت مرستیال عبدالستار بارز وویل: «زموږ هغه ۴۱ تنه گران وطنوال چې د لمونځ له پاره جومات ته راغلي ول شهیدان شوي دي او ۵۰ تنه نور ټپیان دي.» د هغه په خبره په وژل شوو کسانو کې ۱۵ تنه پولیس شامل دي.
د فاریاب ولایت د چارواکو په حواله افغان امنیتي ځواکونه د جومات د امنیت د نیولو له پاره په سیمه کې موجود ول. د یو نوی رپوټ له مخی په دې برید کې د فاریاب ولایت د پولیسو قوماندان ټپی شوی دی.
که څه هم د فاریاب ولایت تر دې مخکې امن وو خو د تیرې چهارشنبې په ورځ هم په دې ولایت کې د طالبانو او امنیتي ځواکونو تر منځ نښته وشوه چې په پایله کې يې ۲۵ تنه طالب جنگیالي او پنځه تنه سیمه ییز پولیس ووژل شول. د وژل شوو کسانو په ډله کې د طالبانو له خوا د فاریاب نومول شوی والي هم شامل وو.
که څه هم تر اوسه پورې کومې ډلې د پېښې پړه پر غاړه نه ده اخیستې خو عبدالستار بارز وایي چې یاغیانو د چهار شنبې د ورځې د تلفاتو د غچ اخیستلو له پاره دغه برید تر سره کړی دی.
له فاریاب ولایت څخه ټول بهرني ځواکونه وتلي دي او د دې ولایت امنیتي مسئولیتونه پخپله افغانانو ته سپارل شوي دي. امنیتي ځواکونونه وایي، دا چې د بادغیس ولایت بالامرغاب ولسوالۍ د فاریاب ولایت ته نزدې پرته ده نو له دې کبله په دې ولایت کې هم کله نا کله د ناامني پېښې رامنځ ته کیږي. په دغه ولسوالۍ کې یاغیان ډیر فعاله دي.
کارپوهان وایي چې د دغه شان بریدونو تر سره کول د افغانانو په زړونو کې د یاغیانو پر وړاندې نفرت لا پسې ډیروي، ځکه د هغوی په خبره دغه بریدونه د اسلام ضد دي. د افغانستان د سیاسي چارو کارپوه احمد سعیدي په دې برخه کې د اسلام د نومیالي عالم شیخ احمد عبدالعزیر، خبرو ته چې د عرفاتو په مراسمو کې یې کړي دي اشاره کوي چې وايي، «ځانمرگي بریدونه د اسلام او قران شریف له مخې جواز نه لري».