1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په جون کي له ایرانه ۲۳۰ زره افغانان خپل هيواد ته ستانه سوي

گل غوټۍ پوپل | فرانسوي خبري آژانس
۱۴۰۴ تیر ۹, دوشنبه

د یوه ضرب الاجل له پای ته رسیدو مخکې، د ملگرو ملتونو په حواله، په جون میاشت کي له ایران څخه تر ۲۳۰ زره اضافه افغانان بیرته خپل هيواد ته ستانه سوي او یا هم اخراج سوي دي.

ایران پرته له اسنادو افغانانو ته د جولای تر ۶ مې پوري ضرب الاجل ټاکلی وو، چې دغه هیواد پریږدي.
په جون مياشت کي له ایرانه ۲۳۰ زره افغانان خپل هيواد ته ستانه سوي ديانځور: Wakil Kohsar/AFP

د کډوالو نړیوال سازمان (IOM) یوه ویاند د دوشنبې په ورځ (۲۰۲۵م کال د جون ۳۰) د فرانسې خبري آژانس ته وویل چې د جون میاشتي له لومړۍ نیټې او ۲۸ مې ترمنځ څه ناڅه ۲۳۴ زره افغانان له ایران څخه افغانستان تهبیرته ستانه سوي دي. یوازي د ۲۱ څخه تر ۲۸ مې نېټې پوري په اونۍ کی د هغوی شمیر تقریباً ۱۳۲ زره وو.

اړوند:ملګري ملتونه: سږ کال ۱،۲ میلیونه افغانان له ایران او پاکستانه اخراج شوي

ایران پرته له اسنادو افغانانو ته د جولای تر ۶ مې پوري ضرب الاجل ټاکلی وو، چې دغه هیواد پریږدي. د IOM ویاند وویل چې، له جنورۍ میاشتي څخه څه د پاسه ۶۹۰ زره افغانان له ایران څخه خپل ټاټوبي ته ستانه سوي دي چي «د هغوی ۷۰ سلنه یې په زور ایستل سوي دي.»

د افغان مهاجرو د زده کړو او اسنادو له پاره مبارزه

03:45

This browser does not support the video element.

افغانستان  د نړۍ یو له بې وزلو هیوادونو څخه شمیرل کیږي او له لسیزو راهیسي له جگړو څخه اغیزمن دی. طالبانو  د ۲۰۲۱ کال په دوبي کي د لویدیځو ځواکونو د وتلو په ترڅ کي په دغه هیواد کي یو وار بیا واک ترلاسه کړ، له هغه راهیسي ډیرو هیوادونو او سازمانونو د دغه هیواد له پاره خپلي مرستي ځنډولي دي.

اړوند:د افغان مهاجرو د راستنېدو زیاتوالی؛ د بحران د ژورېدو خبرداری

په عین حال کي گاونډيو هیوادونو لکه پاکستان او ایران، بې شمیره افغان کډوال خپل ټاټوبي ته ستانه کړي دي. په داسي حال کي چې هلته خلک د کار د پیدا کولو ډیر لږ چانس لري، او د هغوی راتلونکی هم بیخي نامعلوم دی.

د کډوالو نړیوال سازمان په دې وروستیو کي خبرداری ورکړی دی چې هغه یوازې د راستنیدونکو له "یوې برخې" سره مرسته کولای سي.

گل غوټۍ پوپل ګل غوټۍ پوپل له کلونو راهیسې د افغانستان په اړه د راډیويي او تلویزیوني خپرونو ویاندویي کوي.
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل