هغې زياته کړه: «موږ تر اوسه ځکه يو څه په لاس نه دي راړوي چې روسيه د حلب له ملکيانو سره د مرستي پر ځای يوازې د خپلو پوځي لاسته راړونو پر ساتنه تمرکز کوي»
د حلب په ختيځ کې حکومتي ځواکونو د نوامبر مياشتې له ۱۵ نيټې راهيسې د ياغيانو پر ضد ستر عمليات پيل کړي. د لندن میشتې سوريایي ټولنې په حواله د عملياتو له پيل راهیسې د حلب په ختيځ کې لږ تر لږه ۳۱۹ او په لويديځه برخه کې ۶۹ ملکيان وژل شوي او تر۵۰ زرو زيات تیښتې ته اړ شوي دي.
د ژنيو نوي خبري اتري
روسيه د ملګرو ملتونو امنيت شورا ته په نه پاملرني سره له امريکا متحدو ايالاتو سره د حلب له ختيځ څخه د یاغيانو د ايستلو په اړه خبرو اترو ته ډيره ليوالتيا ښيي.
د بهرنيو چارو وزیر سرګې لاوروف، او د هغه امريکايي سيال جان کیري، په پام کې لري چې نن، سه شنبه (د ۲۰۱۶م کال د دسمبر ۶ نيټه) او یا هم سبا په ژنيو کې د حلب د وضعې او ياغيانو د وتلو په اړه خبري اترې وکړي.
ياغيان چې په دې وروستيو کې سخت ځپل شوي دي، نه غواړي له سختې ماتي او د ډيرو ملکي قربانيو سره سره له جګړې لاس واخلي.
سړي تښتونه، په پرله پسې ډول د مخالفینو په دار زړول او عام وژنه د دغې ډلې هغه اقدامات دي چې د سوریې په شمال او ختیځ او د عراق په شمال او لویځو برخو کې یې دغه ډله ترسره کوي.
انځور: Reuters
«اسلامي دولت» ډلې د موصل له ټولو عیسوي اوسیدونکو څخه وغوښتل چې یا خو دې اسلام راوړي یا جزیه ورکړي او یا دې هم له دې خاورې څخه ووزي.
انځور: Reuters
وحشت، خونړۍ جګړې، ویجاړۍ، د داعش له ویرې د سلګونو زره خلکو مهاجرت، په عراق او سوریه کې د داعش یا «اسلامي دولت» ډلې د بریدونو پایله ده.
انځور: picture alliance/AP Photo
د سوریې د بشري حقونو نړیوال سازمان وایې چې دغې ډلې د عراق له شمال څخه ایزیدي ښځې تښتولي او په زروه تر مسلمانولو وروسته یې بیا د خپلي ډلې پر جنګیالیو پلورلي دي.