1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په حلب کې تاوتریخوالی لا پسې زور اخلي

آژانسونه/ س.ر۱۳۹۵ اردیبهشت ۱۵, چهارشنبه

په داسې حال کې چې په سوریه کې یوه اوربند ته د بیرته ورگرځیدو له پاره دیپلوماتیکي هڅې روانې دي، د سوریې په شمال کې پروت ستر ښار حلب کې جگړې زور اخیستی. خو پر دې سربیره نورو سیمو کې هم نښتې رامنځ ته شوي دي.

په حلب ښار کي په هوايي بمبار کي ويجاړي سوي سيمي
انځور: Reuters/A. Ismail

لندن مېشته د بشري حقونو د څار سوریایي سازمان د رپوټ له مخې د حلب ښار په لویدیځه څنډه کې د چهارشنبې تر سهاره داسې سختو نښتو ادامه لرله، چې په تیر یوه کال کې یې ساره نه لاره. د دغه سازمان په خبره دواړو خواوو ته درنه مرگ ژوبله اوښتې ده.

په حلب کې د یاغیانو له خوا د رژیم تر کنترول لاندي ناحیه کې د هوان په فیر کې درې تنه وژل شوي دي. د سوریې دولتي خبري آژانس سنا، رپوټ ورکړی دی چې دغه کسان ملکي وگړي ول. په فبروري میاشتې کې د یوه اوربند پر رامنځ ته کیدو سربیره هم په حلب ښار کې په وروستیو اوونیو کې جگړو زور اخیستی دی.

په دیر العصافیر کې هوایي بریدونه او ځمکنۍ جگړه

د سوریې په شمال کې تر ټولو ستر ښار چې له ۲۰۱۲م کال راهیسې ویشل شوی دی، د کورنۍ جگړې په ترڅ کې د سختو جگړې ډگر گرځیدلې. د دغه ښار ختیځه څنډه یاغیان کنترولوي او لویدیځه برخه یې بیا د حکومتي ځواکونو په لاس کې ده.

د سوریې پوځي مشرتابه د تیرې اوونۍ په پای کې د دغه هیواد د یوې برخې له پاره نوی اوربند اعلان کړ، چې حلب په هغې کې نه وو شامل. د دغه اوربند نېټه تیره شپه پای ته ورسیده، خو له هغې وروسته د سوریې په نورو ښارونو کې د یاغیانو او حکومتي ځواکونو تر منځ جگړو زور اخیستی دی.

د بشري حقونو د څار نوموړی سازمان چې اپوزیسیون ته نزدې دی ویلي دي چې د پلازمېنې دمشق په ختیځه څنډه کې د یاغیانو مورچلې بمباري شوې دي. د سیمې د ملکي خلکو د ساتنې ادارې هم د هوایي بمباریو او هوان بریدونو رپوټ ورکړی دي. د یاغیانو د معلوماتو له مخې د هوایي بریدونو څخه په اغیزمن شوي ښار دیر العصافیر کې ځمکنۍ جگړه هم رامنځ ته شوې ده.

په برلین او نیویارک کې سیاسي فعالیتونه

د آلمان د بهرنیو چارو وزیر فرانک والتر شتاین مایر غواړي چې تر ماسپښین وروسته له ځنډ سره مخامخ د سوریې د سولې خبرې اترې بیرته پيل شي. دی به په برلین کې د سوریې د اپوزیسیون مشر ریاض حجاب، د ملگرو ملتونو ځانگړي استازي ستیفن دیمیستورا او د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر ژان مارک آیرو، ته هرکلی ووایي.

د سولې د خبرو اترو په تړاو د امریکا متحدو ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر جان کیري د سوریې د مشرتابه پر وړاندې جدي خبرداری ورکړی دی. هغه ویلي دي که چیرې دمشق په برلین کې هڅو ته شا واړوي، نو هغه به جدي عواقب ولري. په نیویارک کې به د ملگرو ملتونو امنیت شورا همدا د چهارشنبې په ورځ په سوریه کې د تاوتریخوالي د موضوع په هکله وغږیږي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب