د سوریې په کورنۍ جگړې کې ښکیل اړخونه په حلب ښار کې د یوه نوي اوربند پر سر توافق ته رسیدلي دي. روسي خبري آژانس تاس، رپوټ ورکړی دی چې دغه اوربند د شپې له نیمایي څخه د دوو ورځو له پاره نافذیږي.
اعلان
خو دا خبره لا معلومه نه ده چې د سوریې د نورو برخو له پاره هم دغه اوربند صدق کوي او که نه. په مسکو کې د دفاع وزارت ویلي دي چې د دې هدف «د وسله وال تاوتریخوالي مخنیوی او د وضعیت باثباته کول دي.»
د امریکا متحدو ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت یوې ویاندې د آلمان خبري آژانس ته دا خبره تائید کړې ده چې یو توافق رامنځ ته شوی دی. خو هغې ویلي دي چې دغه اوربند به جغرافیا یا په وخت پورې محدود نه وي.
د امریکا متحدو ایالاتو د دفاع وزیر جان کیري، د چهارشنبې په ورځ له روسیې څخه غوښتي وو چې د سوریې پر رژیم د ټول هیواد په کچه د حکومتي ځواکونو او منځلارو پاڅون کوونکو تر منځ د یوه اوربند نافذولو له پاره فشار راوړي.
واشنگټن او مسکو ترمخه لا د فبروري میاشتې په پای کې له نورو هیوادونو سره په گډه د دغسې یوه گام په هکله توافق کړی وو. خو له دغې اوربند څخه تل سرغړونه کیده، په ځانگړې توگه د حلب د ستر ښار پر سر د جگړو پر مهال. د جگړو د بیا زور اخیستو له کبله په اپریل میاشتې کې په ژنیو کې د سولې له خبرو اترو څخه د سوریې اپوزیسیون پر شا شو.
د سوریې د جگړې پنځه کاله کیږي. د دغه کړکیچ حلول له دې کبله هم ستونزمن بریښي چې ډیر لوبغاړي یې خپلې گټې په پام کې لري. په مسکو کې د دفاع وزارت د یاغیانو پر النصره جبهې، باندې تور لگولی دی چې د حلب ښار پر ډیرو ناحیو یې د راکټونو بریدونه کړي دي او د ښار په سویل لویدیځه څنډه کې یې د ټانکونو په واسطه یرغل پیل کړی دی. ویل کیږي چې النصره جبهه د القاعدې ترهگرې شبکې متحده ده. روسیه د سوریې د ولسمشر بشارالاسد متحد دی او په نظامي ډول د دغه هیواد د پوځ ملاتړ کوي.
د جواد ظریف د سفر له کبله د ایران د اپوزیسیون په سلگونو استازو د کنفرانس ځای مخې ته احتجاج کړی دی. په عین وخت کې دواړو مشرانو د ایران د اتومي پروگرام په هکله د تړون تر رامنځ ته کیدو وروسته د دوه اړخیز گډ کار د پیاوړي کیدو خبره کړې ده.
ظریف د آلمان – ایران، اړیکي په دودیزه توگه ډیري ښې یادې کړي دي. هغه ویلي دي چې یوازي د یوې لنډي مودې له پاره ستونزي وې، خو نن ورځ پر دغو ستونزو برلاسي شوي دي.
په عین وخت کې د سوریې د اپوزیسیون تر پنځوسو زیاتو گروپونو پر ملگرو ملتونو تور لگولی دی چې اړمنو کسانو ته د مرستو په رسولو کې پاتې راغلي دي.
له داعشه بيرته نیول سوي ښار پالميرا انځورونه
د سوريې حکومت له داعش څخه د پالميرا ښار تر نيولو وروسته، د دغه ښار د بيا رغاولو ژمنه کړې ده. د لومړیو ارزونو له مخي کارپوهانو ويلي دي چي دغه ښار په هغه اندازه تخريب سوی نه ده لکه اټکل چي ئې کېدی.
انځور: picture-alliance/dpa/C. Melzer
پالميرا ښار
د سوريې پوځ د يکشنبې په ورځ په دې وتوانېد چي تر سختو جگړو وروسته د پالميرا ښار څو دروازې له داعش څخه ونيسي. له داعش څخه تر نيولو وروسته د پالميرا ښار انځورونه.
انځور: Reuters/Sana
پر پالميرا ښار جگړه کي ۵۸۰ عسکر او جنگيالي وژل سوي
د سوريې پوځ د مارچ مياشت له ۲۰ نېټې راهيسي د روسيې د هوايي ځواک په مرسته يرغلونه پيل کړل. ويل کيږي چي په دغه جنگ کي ۴۰۰ کسان د داعش جنگيالي او ۱۸۰ عسکر وژل سوي دي. د پالميرا تر نيولو وروسته د سوريې پوځ د يوه عسکر انځور.
انځور: picture-alliance/dpa/V.Sharifulin
پالميرا
د ايران حکومت اسد ته د دغه ښار د نولو تبريکي ورکړې او ويلي ئې دي چي ملاتړ ته به ئې دوام ورکړي. د پالميرا ښار تر نيولو وروسته د هغه يو انځور.
انځور: picture alliance/dpa/TASS/V. Sharifulin
پالميرا تاريخي ښار
پالميرا ښار د دمشق په شمال کي واقع دی او د يونسکو د نړيوالو ميراثونو په ليست کي دی. د داعش تر نيولو وروسته په دغه ښار کي ډېر ارزښمن تاريخي اثار موجود ول. د پالميرا ښار تر نيولو وروسته يو انځور.
انځور: picture-alliance/Robert Harding World Imagery/C. Rennie
په دغه ښار کي شامين-بعل معبد يو ډېر تارخي ځای وو چي داعش ونړاوه. دغه معبد له دوو زرو کلونو راهيسي خوندي پاته وو او په منځي ختيځ کي يو له مهمو معابدو څخه وو. د داعش له خوا د دغه معبد تر نړولو دمخه د هغه انځور.