د سوریې پر دوما ښار باندي د کیماوي وسلو تر شکمن برید وروسته امریکا متحدو ایالاتو د عواقبو ګواښ کړی وو. تر هغې وروسته د سوریې پر یوه پوځي هوایي اډې برید شوی. خو پینتاګون په دغه برید کې لاس لرل رد کړي دي.
اعلان
د فعالانو د وینا له مخې د سوریې پر یوې پوځي هوایي اډې باند د برید په پایله کې ۱۴ تنه وژل شوي دي. لندن میشته د بشري حقونو د څار سوریایي سازمان په وینا په وژل شوو کسانو کې ایراني جنګایلي هم شته. دغه سازمان چې د سوریې اپوزیسیون ته نزدې دی ویلي دي چې د تایفور هوایي ډګر چې د «تي ۴» په نامه یادیږي، پکښې روسي او ایراني واحدونه او همداشان د حزب الله په نوم د شیعه ملیشو جنګیالي مستقر دي. دغه ټول ځواکونه د سوریې د واکمن بشارالاسد متحدین دي.
تر دې دمخه د سوریې دولتي رسنیو رپوټ ورکړی وو چې د یکشنبې په شپه پر دغه هوایي ډګر باندې څو توغندي توغول شوي دي. خو دا خبره لا نامعلومه ده چې د برید د چا له خوا تر سره شوی دی.
امریکا د برید مسوولیت ردوي
دا ګنګوسي چې ښایي په حمص کې پر هوایي پوځي اډې باندې په شوي برید کې امريکا لاس ولري، د پینتاګون له لوري رد شوي دي. د پینتاګون یوه ویاند پر دې خبره ټینګار کړی دی چې په سوریه کې وضعیت په دقیق ډول څارل کیږي او د دیپلوماتیکو هڅو ملاتړ کوي، څو د کیمیاوي وسلو برید مسوولین د قانون منګولو ته وسپارل شي. د دغه ویاند په خبره اوسمهال کوم هوایي برید نه دی تر سره شوی. زیاته شوې ده چې په وروستیو کې د یاغیانو پر ضد له زهرجن ګاز څخه کار اخیستل شوی وو. د امريکا متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ له دې کبله د غچ اخیستنې ګواښ کړی وو.
لبناني رسنیو د سوریې سویل ختیځ سیمې ته څیرمه د ځایي اوسیدونکو له لوري سهار وختي د جېټ الوتکو د لیدو خبره کوي، چې ښایي د اسرائیل له لوري د کوم احتمالي برید په معنی وي. په تل ابیب کې د اسرائیلي پوځ یوې ویاندې ویلي دي چې دوی د دغې پيښې په هکله څه ویل نه غواړي.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا د بیړنۍ ناستې غوښتنه
د توغندیو برید د سوریې د پوځ له لوري پر دوما ښار باندې د کیمیاوي وسلو تر شکمن برید وروسته تر سره کیږي. د شنبې د ورځې په دغه برید کې تر ۱۵۰ زیات کسان وژل شوي او تر ۱۰۰۰ زیات ټپیان شوي ول. دوما ښار په ختیځ غوطه سیمه کې موقعیت لري چې د یاغیانو پوخ سنګر ګڼل کیږي.
د دغه شکمن برید په هکله د ملګرو ملتونو امنیت شورا د دوشنبې په ورځ خبرې اترې کوي. متحدو ایالاتو له نورو اتو هیوادونو سره په ګډه د یوې بیړنۍ ناستي غوښتنه کړې وه. په دغو هیوادونو کې پر نورو سربیره د امنیت شورا دایمي غړي فرانسه او بریتانیا هم شامل دي. په پام کې ده چې د روسیې په غوښتنه یوه بله جلا غونډه هم تر سره شي.
سپیني ماڼۍ او همداشان په پاریس کې د الیزه ماڼۍ د معلوماتو له مخې د متحدو ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ له خپل فرانسوي سیال ایمانویل مکرون سره د یکشنبې په ورځ د سوریې د پیښو په هکله تلیفوني خبرې اترې کړي دي. زیاته شوې ده چې دواړو مشرانو د کیمیاوي وسلو شکمن برید په کلکه غندلی دی او پر دې یې توافق کړی دی چې د سوریې مشرتابه باید حساب کتاب ته کش کړل شي.
خو په دې هکله کره شواهد نه شته چې د شکمن زهرجن ګاز برید له پاره بشارالاسد مسئول دی. روسیه او ایران دغه تورونه بیا ردوي.
د بشري حقونو د څار سوریایي سازمان ویلي دي چې په دې ترڅ کې د سوریې یاغیانو او ملکي کسانو له دوما ښار څخه په وتلو پیل کړی دی.
زموږ له آرشیف څخه:
په سوريه کي څوک جنگيږي؟
په۲۰۱۱م کال کي د بشار اسد پر ضد سوله ايزه مظاهرې د حکومت تر تند غبرگون وروسته په تاوتريخوالي واوښتې، کورنۍ جگړه پيل سوه او وروسته بيا دغه جگړه د سيمي او نړيوالو قدرتونو له خوا په بيابتي جگړې واوښته.
د سوريې په کورنۍ جگړه کي د اسد ځواک کمزوري
د سوريې انتظامي او امنيتي ځواک د اعتراضونو په مهارولو و نه توانېد او پوځ مداخلې ته مجبوره سو. د سوريې پوځ چي اصلي دنده ئې ظاهراً د سرائيلو له گواښونو سره مبارزه وه، د کورني جنگ ډېر لږ تجريبه ئې لرله.
انځور: picture-alliance/AP Photo
د سوريې پوځ او د اسد رژيم ملاتړي
د سوريې پوځ چي په ۲۰۱۱م کال کي ئې شمېر ۳۰۰زرو کسانو ته رسېد د کورني جنگ په لومړيو کلونو کي ډېر تلفات لرل. د کارپوهانو په نظر اوس به د سوريې د پوځ شمېر ۱۰۰زره وي.
انځور: picture-alliance/dpa
د سوريې آزاد پوځ
د ۲۰۱۱م کال په مارچ مياشت کي د اسد رژيم د اعتراض کوونکو په سرکوبه ولو پيل وکړ. خو لږ وروسته ځيني ناراضي پوځيان بيا له مخالفانو سره ودرېدل او د مظاهره کوونکو د ملاتړ په موخه ئې د سوريې آزاد پوځ جوړ کړ.
انځور: Getty Images/AFP/N. Al-Kathib
د خلکو راټولېدنه
تر سوله ايزه مظاهرو وروسته د جنگ په تودېدو سره د مظاهره کوونکو ډېر له افراطيانو سره يو ځای سول.
انځور: Reuters
د «اسلامي دولت» (داعش) په نوم ډله
د «عراق او شام اسلامي دولت» ډله (داعش) چي وروسته ئې نوم «اسلامي دولت» سو، لومړی په عراق کي جوړه سوه او ډېر ژر سوريې سوريې ته خپلي پوځي او سياسي شبکې وغځولي او د ډېرو مهمو سيمو په نيولو سره ئې ځان په دغه هيواد کي مطرح کړ.
انځور: picture-alliance/dpa
وسله والي افراطي ډلي
د تروريستي شبکې القاعدې پرضد نړيوالي مبارزې په ۲۰۱۲م کال کي په سوريه کي د دغي ډلي فعاليت ډېر کمزور کړ او دغه ډله ډېر ژر پر څو ښاخو ووېشل سوه چي يوې ئې د «جبهه فتح الشام» په نوم په سوريه کي سر راپورته کړ. په سوريه کي نوري افراطي ډلي هم فعاليت کوي.
انځور: picture alliance/ZUMA Press/M. Dairieh
په سوريه کي د روسيې پلی ځواک
روسيې چي په لومړي سر کي د اسد رژيم ته وسلې ورکولې او پوه سول چي د اسد حکومت د قدرت موازنه پر خرابېدو ده ډېر ژر ئې په دغه هيواد کي پوځي حضور ته لاره خلاصه کړه. په ۲۰۱۵م کال کي روسيې د سوريې په جنگ کي برخه واخيستله.
که څه هم چي د اوباما په وخت کي د امريکا سياست له سيمي څخه وتل وو، خو په عراق او سوريه کي د داعش حضور د امريکا شتون اړين کړی. په سوريه کي د امریکا توغندويي بريد وښوله چي دوی هم غواړي په سوريه کي اغېزمن پاته سي.
ايران د اسد رژيم يو له اصلي متحدانو څخه دئ. ايران د سيمي له قدرتونو سره په سوريه کي په يوه نيابتی جنگ اخته دی.
انځور: Atta Kenare/AFP/Getty Images
د ايران مستقیمه مداخله
حسين همداني د ايران د سپاه يو قوماندان چي په سوريه کي وژل سوی دی. ايران تر اوسه له سوريې سره په پوځي او اقتصادي برخه کي په ميلياردو ډالره مرسته کړې ده.
د سوريې په کړکېچ کي د ترکيې رول ډېر مهم او پېچل دئ. په سوريه کي د ناآراميو په پيل سره اردوغان د اسد د مخالفانو ملاتړ پيل کړ.
انځور: Getty Images/AFP
په سوريه کي د ترکيې د ځواکونو عملیات
ترکيې هم لکه ايران فکر وکړ چي په دغه هيواد کي بې له پوځي مداخلي وضعيت د دوی په گټه نه اوړي. له يوې خوا له اسد سره مخالفت او له بله اړخه د کردي ډلو واک ته رسېدل د ترکيې له پاره د سردرد جوړ کړی.
انځور: picture-alliance/dpa
په فارس خليج کي عربي هيوادونه
که څه هم د سعودي عربستان په مشرتوب په فارس خليج کي عربي هيوادونو سوريې ته پوځونه نه دي لېږلي، خو د «اسلامي جبهې» جوړيدل چي مخامخ د عربستان څخه مرستي ترلاسه کوي خپله يو څه دي. قطر او متحد امارات هم په خپل وار سره په سوريه کي د اسد د مخالفانو ملاتړ کوي.
انځور: Reuters/Saudi Press Agency
د لبنان حزب الله
د لبنان حزب الله ډله هم د سوريې په جنگ کي اخته ده. حزب الله چي سړی ويلای سي په لبنان او سيمه کي د ايران پوځي بازو دی، نه ئې سوای کولای چي د سوريې په جنگ کي بې طرفه پاته سي.
انځور: J. Eid/AFP/Getty Images
افغان او پاکستاني شيعه پوځيان
ايران له عراق سره په جنگ کي تجربه پيدا کړه چي د خپلو اهدافو له پاره کولای سي شيعه ډلي و کاروي. په دوی کي «لشکر فاطميون» دله چي له افغان شيعه گانو څخه جوړه ده تر ټولو مهمه ده. يوه بله ډله بيا د «گروه زينبيون» په نوم د پاکستاني شيعه گانو ده. دغه ډلي د ايران په سپاه قدس پوري مربوط دي.
انځور: MEHR
له کوباني ښاره د کردانو دفاع
په کوباني ښار کي له داعش سره په جگړه کي کردانو وښووله چي دوی له افراطيانو سره په جگړه کي ښه متحدان دي. ترکيه بيا په سیمه کي د کردانو د نفوذ زياتېدو سخت مخالف دي.
انځور: picture-alliance/dpa/S. Suna
د سوريې کردان
د سوريې کردان چي د اسد خاندان د حکومت پر مهال له حقوقو بې برخي ول، دغه سیاسي تحولات پخپله گټه کاروي. کردان د اسد رژيم او نورو افراطي ډلو پرضد سخت مقاومت کړی دئ.
انځور: picture alliance/AP Photo
اسرائیل
اسرائيلو له سوريې حکومت سره د مخالفت سره سره تر اوسه د اسد رژيم د مخالفانو ملاتړ کړی نه دئ. دوی يوازي د ايران او حزب الله ډلي د وسلو په زېرمو بريدونه کړي دي. د سياسي چارو کار پوهانو په خبره د سوريې له کړکېچه تر ټولو زياته اسرائيلو گټه اخيستې ده.