1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

د کرونا تېست له لوړ لګښت څخه د افغانانو شکایت

۱۳۹۹ خرداد ۲۸, چهارشنبه

د افغانستان حکومت د دې دلیل له وجې چې په کرونا د ټولو مشکوکو اخته کسانو د تېست ظرفیت نه لري، خصوصي روغتونونو ته هم د کرونا د تشخیص جواز ورکړی دی. خو خلک وایي چې د کرونا د تېست له پاره اووه زره افغانۍ نه لري.

Afghanistan Coronavirus Lockdown Provinz Khost
انځور: DW/F. Zahir

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت چارواکو ویلي دي چې هره ورځ د کرونا ویروس ۲۰ زره مشکوکې نمومې راټولوي، خو په متوسط ډول د ورځې شا او خوا ۱۵۰۰ نمونې ازمویل کیږي. دا د دې سبب شوي دي چې د کرونا تېست نتیجه تر اوږدې مودې وروسته معلومه شي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت تر اوسه له ۲۶ زرو ډیرو د کرونا ویروس، مثبتې پيښې ثبت کړي دي، خو د تېست ټیټ شمیر ته په کتو سره، د دې اټکل کیږي چې واقعي شمیرې تر دې ډیرې وي.

د ناروغ تر مړیني وروسته د نتیجې معلومیدل

دغه ډول وضعیت د دې سبب شوی چې خلک صحي مرکزونو ته د مراجعه کولو سره لیوالتیا نه لري. د کابل اوسیدونکی خادم حسین وایي چې د کرونا ټول علایم لکه د ستونې درد، ټوخی، نفس تنګی او تبه لري، خو نه غواړي چې د تېست د ترسره کولو له پاره روغتون ته ولاړ شي.

هغه د خپلې پریکړې دلیل داسې بیانوي: «زما یو شمیر دوستان د تېست له پاره د افغان-جاپان، روغتونه ته تللي وو او ۲۰ ورځې وروسته یې د تېست نتیجه معلومه شوه. یو له هغوی څخه له دې نړۍ څخه سترګې پټې کړې وې او د تېست پایله یې له مړینې وروسته معلومه شوه.»

د افغانستان حکومت په دې تړاو د یوې حل لارې موندلو په موخه، یو شمیر خصوصي روغتونونو ته هم د کرونا تېست د ترسره کولو اجازه ورکړې ده. یو له دغو روغتونو څخه چې دغه جواز یې ترلاسه کړی دی د «سټي» په نوم روغتون دی.

د «سیټي» روغتون رئیس رضوان الله احمدزی، وایي چې په دغه روغتون کې د کرونا د یوه تېست بیه ۷۶۰۰ افغانۍ یا ۱۰۰ ډالره ده. د هغه په خبره د تېست او کرونا د ناروغانو له پاره یې د یو میلیون ډالرو په ارزښت تجهیزات رانیولي او هغه لګښت چې له خلکو یې د کرونا د تېست له پاره اخلي د ازمایښتې موادو او تجهیزاتو په برخه کې مصرفیږي.

پر دې سربیره داسې رپوټونه هم موجود دي چې په بازار کې د اکیسجن یوه ډبه تر۲۰زره افغانیو پوري پلورل کیږي. د افغانستان په څیر بې وزله هیواد کې چې د کرونا د محدودیتونو له کبله پکې د فقر او بې کارۍ کچه نوره هم لوړه شوې ده، ډیر کم خلک ښایي د دغه ډول لګښت توان ولري.

د کابل ښار یو بل اوسیدونکی محمد نبي، چې د شپږ کسیزي کورنۍ یوازینی نفقه برابرونکی دی وایي: «د کرونا د کړکیچ له پېلېیدو راهیسې تر اوسه بې روزګاره یم او خپلې شپې او ورځې یوازې په څو وچو ډوډیو سبا کوو چې د همدغې ډوډۍ لګښت په مشکل پیدا کوم. که چیرې د کرونا علایم هم ولرم پیسې نه لرم چې د څو زرو افغانیو په بدل کې تېست وکړم.»

«کرونا په لنګه غوا اوښتي»

دغو ستونزو ته په کتو او همداشان د بیلابیلو اوازو او توطیو له کبله ځینې خلک ساده لارې انتخابوي، که څه هم چارواکو خبرداری ورکړی دی چې د ناتائیدو شوو دارو درملو څخه ډډه وکړي.

شاه ولي چې د کابل ښار یو بل اوسیدونکی دی وایي چې د «حکیم الکوزي درې قطرې واکسین» یې اخیستي دي. دا په داسې حال کې ده چې افغان چارواکو د دغه حکیم له لوري د جوړې شوې دوا په هکله خبرداری ورکړی دی. شاه ولي وایي چې بله چاره نه لري: «زه بې روزګاره یم او که په کرونا اخته شم نو د کرونا د تېست له پاره د ۷۶۰۰ افغانیو توان نه لرم.»

نوید احمد چې ټیکسي چلونکی دی وایي: «په افغانستان کې د کرونا ویروس د دولت، سوداګر او خصوصي روغتونونو له پاره په لنګه غوا اوښتی چې د خلکو د وضعیت د درک کولو پرته په هڅه کې دي چې له هرې ممکنې طریقې له خلکو او نړیوالې ټولنې پیسې ترلاسه کړي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت دا تائیدوي چې د دوی له لوري د خصوصي روغتونونو له پاره کوم نرخ نه دی ټاکل شوی. د دغه وزارت ویاند اکمل سمسور وایي چې په دولتي روغتونونو کې د کرونا تېست لګښت شا او خوا څلور زره افغانۍ کیږي چې دغه لګښت له ناروغانو نه اخیستل کیږي.

د پارلمان غړی شاه وزیر تره خیل، د کرونا تېست د لګښت له لوړوالي څخه شکایت کوي او وایي چې زیاتره افغانان د کرونا تېست له پاره د ۷۶۰۰ افغانیو د لګښت توان نه لري.

غضنفر عادلي، کابل

زموږ له آرشیف څخه: 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب