په خنځير کي انساني اعضاوي او د ۲۰۱۶ نوري اختراعوي
۱۳۹۵ دی ۳, جمعهد ۲۰۱۶م کال ډېري ښې اختراعوي
په ۲۰۱۶م کال په نړۍ کي ځيني داسي اختراعوي وسوې چي انسانان به زيات وخت ترې ګټې وويني. له دغو څخه ځيني يې دلته په انځورونو کي کتلای سئ:
د ثقل د قوې د څپو تلاښ
د ۲۰۱۶م کال په جون مياشت کي په لومړي وار د ثقل قوې څپي اندازه سوې. البرت آينشټاين په ۱۹۱۶م کال کې لا د دغو څپو د شتون خبره کړې وه. کارپوهان فکر کوي چي د دغو څپو تر موندني وروسته به اوس د کايناتو د جوړښت په هکله د ځينو نويو معلوماتو ور پرانيستل سي.
درو انسانانو يو اولاد وزېږاوه
د ۲۰۱۶م کال په می مياشت کي په لومړي ځل د دوو مېرمنو له تخم او د يو نارينه له سپرم څخه د يوه ماشوم د زېږون امکان برابر کړل سو. په مکسيکو کي زېږېدلی دغه ماشوم بشپړ روغ رمټ دی. ساينسپوهان ادعا لري چي په دې توګه پيدا کيدونکي ماشومان د مور له خوا له موروثي ناروغيو څخه ساتل کيدای سي.
انساني اعضا د خنځير په بدن کي
امريکايي ساينسپوهان په ۲۰۱۶م کال کي په دې وتوانېدل چي د خنځير په بدن کي انسان اعضاوي وپالي. د جينز يا د موروثي کوډ په بدلولو سره ساينسپوهانو د خنځير بدن ته انساني حجره داخله کړه او تر ۲۸ ورځو وروسته د دغه خنځير په بدن کي انساني اعضا د تيارېدو په حال کي سول. ساينسپوهان هيله لري چي له دې لاري ښايي د ترانسپلانت له پاره د انساني اعضاؤ د کمښت ستونزه کمه سي.
له کاربن دای اکسايده ډبري
په چاپيريال کي د بدلون د ستونزي په تناظر کي له ساينسي نړۍ څخه يو ښه خبر هم سته. د آيسلند هيواد ساينسپوهان په دې توانېدلي چي کاربن داي اکسايد چي د چاپيريال له پاره مضر او د تودوښي د ډېرښت لامل بلل کيږي، د اهاکو په يوه ډبره بدل کړي. خو دغه ميتود ډېر قيمتي دی او معلومه نه ده چي ايا راتلونکی به ولري که څنګه.
د هيليم ګاز زېرمي
په تانزانيا کي د هيليم ګاز زېرمو تر موندل کېدو وروسته طبي ساينسپوهان ډېر خوشاله دي. د الوتکو ټايرونه او بالونونه په دغه ګاز ډکيږي. د دې تر څنګ د ايم آر وای طبي معايناتي دستګاه له پاره هم دغه ګاز اړين وي. خو په نړۍ کي د دغه ګاز کمښت احساسيدی.
د اېچ آی وي پر ضد ممکنه واکسين
په روان مېلادي کال کې ساينسپوهانو وويل چي د ايچ آی وي د له منځه وړلو احتمالي توان لرونکی واکسين يې جوړ کړی دی. دمګړی په هند، جنوبي افريقا او ځينو نورو هيوادونو کي پر دغه واکسين پلټني ادامه لري. له ايچ آی وي څخه د ايډز وژونکې ناروغي رامنځ ته کيږي.
د معلوماتو زېرمه تون
د انټرنټ او معلوماتو د زياتوالي له کبله د دغو معلوماتو زېرمه کول ورځ تر بلې يوه لويه ستونزه ګرځي. خو اوس په امريکا متحده ايالاتو کي ساينسپوهان د داسي يو کوارتس ښيښې په جوړولو بريالي سوي دي چي پکښي ۳۶۰ تيرابايت معلومات ثبتېدلای سي. تر زرو درجو تودوښي پوري دغه ښيښه ثبت سوي معلومات ساتلای سي. له دغه جوړ لوی دسکونه به لامحدوده معلومات ثبت کړلای سي.
د بيا استعمال وړ توغندی
په امريکا کي د سپېس ايکس په نوم خصوصي شرکت نړۍ ته داسي توغندی وړاندي کړ چي بيا استعمالېدلای سي. دغه راکټ نړيوال خلايي مرکز ته وتوغول سو او بېرته پر مځکه خپل پلېټ فارم ته راورسېد.
په هايپر لوپ کي سفر
د «هايپر لوپ» په نوم امريکايي کمپنۍ په ۲۰۱۶م کال کي خپله نوې تکنالوژي نړۍ ته معرفي کړه. د دغه طرحي له مخي به مسافر په ساعت کي۱۱۵۰کلومتره واټن سفر وکولای سي. د ياد مقصد له پاره به د سوپر سونک رفتار وړتيا لرونکي پرېشر ټيوب يا نلونه په کار واچول سي.
پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (20.11.2016):
ايا ۱۰۰۰ کاله وروسته به قيامت وي؟
د استرو فزيک کارپوه پروفيسور سټيفن هاوکينګ ويلي چي په لوی احتمال به انسانان په راتلونکو ۱۰۰۰ کالو کي له منځه ولاړ سي. نوموړي کارپوه د اکسفورډ پوهنتون په يو ليکچر کي د خپل دغه اټکل دلايل وړاندي کړل.
پروفيسور سټيفن هاوکينګ په استرو فزيک کي تر ټولو مشهور کارپوه بلل کيږي.
هاوکينګ ويلي چي انسانان به په لوی احتمال په ۱۰۰۰ کالو کي له منځه ولاړ سي.
په نړۍ کي د اټومي وسلو شتون د انسانانو له پاره يو د لويو ګواښونو څخه دی.
په نړۍ کي په زرهاؤ اټومي وسلې سته.
د اټومي بم چاودنه دومره تباهي رامنځ ته کوي، چي استعمال يې حتی ټول انسانان له منځه وړلای سي.
د هيروشيما او ناکاساکي د ۱۹۴۵ اټومي بمونه د اوسنيو اټومي بمونو څو سوه چنده کمزوره ول.
په هيروشيما کي د ۱۹۴۵ کال د اټومي چاودنې وروسته انځور.
نوي اټومي وسلې د لمر تر مرکزي برخي څو ځله زياته تودوښه رامنځته کوي.
د بالقان، افغانستان، عراق، سوريې او نورو جنګونو وښودل چي اوس هم د نړيوالو جګړو ګواښ موجود دی.
باکټېريا يا ميکروبونه د انسانانو د له منځه تلو له پاره يو بل لوی ګواښ بلل کيږي.
د هېرپس دوه ويروس ـ په مجموع کي خطرناکي او ساري ويروسي ناروغۍ په ګلوبلايزډ نړۍ کي لوی ګواښ دي.
ايډز چي د لسيزو راهيسي يې علاج نه دی موندل سوی د ويروسونو د لوی ګواښ يوه بېلګه ده.
د ويروسونو او باکتيريا له پاره درمل او واکسين ښايي هميشه پر وخت چمتو نه سي.
هاوکينګ د انټي بيوټيک په وړاندي د ميکروبونو مقاومت زياتېدل د بشر له پاره لوی ګواښ بللی دی.
د مځکي د کورې تودوښه د نړۍ د صنعتي کيدو وروسته ادامه لري.
د قطبينو د خوږو اوبو ځېرمي او د يخيو لوی غرونه په چټکۍ د ويلي کېدو په حال کي دي.
د چښاک د اوبو کمښت به د تودوښې د زياتېدو وروسته لا زيات سي.
د چاپيريال ککړېدل د تودوښي د زیاتېدو يو لامل دی.
د چاپيريال ککړتيا د وچکاليو او طبعي آفاتو ګواښ زياتوي.
د نړۍ په بيلو سيمو کي وچکالي اوس هم د چاپيريال د ککړېدو يوه پايله بلل کيږي.
د چاپيريال ککړتيا د انسانانو له پاره لويي قحطۍ رامنځ ته کولای سي.
هاوکينګ وايي انسانان بايد ځان ته متبادله کوره ولټوي.
حتی که بله د ژوند وړ کوره پيدا هم سي، ښايي ۱۰۰۰ کاله د انتقال له پاره ډېر لږ وي.
د هاوکينګ له وړاند ويني څخه انسانان دا زدکړه کولای سي چي بايد وسله جوړونې، جګړو، چاپيريال ککړولو او د انټيبيوټيک بېځايه استعمال دي ختم کړي.