1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په خوست او پروان کې پر جوماتونو بريدونو ۱۱ کسان وژلي

۱۳۹۹ اردیبهشت ۳۱, چهارشنبه

د افغان چارواکو په وینا وسلوالو په دوو جلا بريدونو کې ۱۱ تنه وژلي دي. په افغانستان کې په وروستیو کې د تاوتریخوالي څپې زور اخیستی دی.

Afghanistan Anschlag auf Krankenhaus in Kabul
آرشيف انځورانځور: Reuters/M. Ismail

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د ویاند طارق آرین د معلوماتو له مخې د سه شنبې په ماښام ناوخته کابل ته څیرمه په پروان ولایت کې وسلوالو کسانو پر یوه مسجد هجوم وروړی او اته عبادت کوونکي يې وژلي او یو شمیر نور یې ټپیان کړي دي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د ویاند په خبره دوهم برید په خوست ولایت کې هغه مهال شوی چې د یوې کورنۍ غړي له څیرمه مسجد څخه بیرته خپل کور ته راستنیدل. په دغه برید کې چې د سه شنبې په ماخوستن شوی، درې ورونه وژل شوي دي. د دواړو پيښو برید کوونکي په تیښته بریالي شوي دي.

اسوشتید پرس خبري آژانس د رپوټ له مخې لا تر اوسه د دغه بریدونو مسوولیت چار پر غاړه نه دی اخیستی، خو طالبان پکې خپله ښکیلتیا ردوي. د داعش ډلې په دې وروستيو کې دغه ډول بریدونه ترسره کړي ول. دغه ډله چې د جګړې په ډګر کې یې د حکومتي او امریکایي ځواکونو او همداشان طالبانو پر وړاندې ماته خوړلې وه په کرار کرار یې د بیا فعالیت رپوټونه ورکول کیږي.

واشنګټن تیره اوونۍ په کابل کې د یوه روغتون د ماشومانو د زیږنتون پر څانګې د زړه بوږنونکي برید پړه پر داعش واچوله چې د ددو نویو زیږیدلو ماشومانو په شمول په کې ۲۴ تنه وژل شوي وو.

د پروان د ولایت مقام ویاندې وحیده شاهکار، ویلي دي چې پولیس د پيښې په هکله پلټنې کوي. هغې دغه پيښه د «بشریت پر ضد جنایت» په توګه یاده کړې ده. په افغانستان کې مسجدونه د بریدونو شاهد پاتې شوي دي. د تیر میلادي کال په اکتوبر میاشتې کې په ننګرهار ولایت کې په یوه مسجد کې د چاودنې مسوولیت داعش پر غاړه واخیست چې د چت د رالویدو له کبله په کې ۶۲ تنه ووژل شول او نور ۳۶ ټپیان شول.

sr/bs (AP)

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل