په خوست کي بمي چاودني اته تنه ملکي وگړي ووژل
۱۳۹۲ خرداد ۲۴, جمعهدغه چاودنه د نن د جمعې په ورځ (۲۰۱۳ کال د جون ۱۴) ماسپښين مهال د خوست ښار ختيځ ته د لکڼو د چولانو په سيمه کې پر يوه صرف ډوله موټر باندي رامنځ ته شوه، چې د يوه تن د جنازه خاورو ته تر سپارلو ورسته خلک خپلو کورنو ته روان ول.
په سيمه کې د خوست د پوليسو د چټک غبرګون قوماندان سمونوال محمد سردار دويچه ويلي ته وويل، چې په دې چاودنه کې اته کسان وژل شوي دي، چې څو تنه مشران، د جنازې ملا امام او د يوې کورنۍ پنځه تنه غړي پکښې شامل دي.
د سيمې يوه اوسيدونکي محمد عمر دويچه ويله ته وويل، هغه کس چې جنازه يې وړاندي خاورو ته وسپارل شوه، هغه دوې مياشتي ورک وو، چې تېره ورځ يې د پاکستان سرحد ته نژدې جسد موندل شوى وو.
د عمر په خبره له وژل شوي کس سره داسي يو ليک هم پروت وو، چي پکښې ليکل شوي ول، چي دغه کس افغان او بهرنيو ځواکونو ته جاسوسي کوله او که څوګ يې په جنازه کې برخه واخلي، دوى به يې ووژني.
هغه وايي، وژل شوي کسان ټول ملکي وګړي دي او هغه وخت ماين پر وچاوديد، چې د دوى موټر له هديرې څخه د يوه کور په څنګ کې عمومي سړک ته پورته کيدی.
د پيښي پړه تر اوسه پوري چا پرغاړه نه ده اخيستې.
دوې ورځي د مخه په افغانستان کي د ملگرو ملتونو سياسي دفتر يوناما ويلي ول چي طالبانو غواړي له دوی سره د ملکي وگړو د مرگ ژوبلي د راکمېدو په اړه خبري وکړي.
د ملگرو ملتونو د شمېرو له مخي د افغانستان د جگړه اکثره قربانيان ملکي وگړي دي او ډيری ئې په ځانمرگي بريدونو او د سړک تر غاړي په ښخ سوو ماينونو کي له منځه تللي دي او ځي.