په خوست کي د معتادينو شمېر ورځ تر بلي ډيريږي
۱۳۸۹ دی ۱۶, پنجشنبهد ادارې په خبره دا مهال په خوست کي ٣٧ زره کسان په بيلابيلو نشو روږد دي.
د خوست د نشه توکو پرخلاف د مبارزې رئيس ميرناګل تڼيوال وايي چي دوی د دغه معتادينو د روغتيا لپاره د تيرو دوو کلونو راهيسي يو روغتيايي مرکز جوړ کړى.
د هغه په خبره تر اوسه يې سلګونه په نشه يي توکو معتاد ځوانان او يو شمير په نشه روږدي مېرمني تادوي کړي.
ميرناګل تڼيوال په خپلو خبرو کي زياته کړه، د څو کالونو راهيسي ورسره د کوکنارو د نه کرلو په بدل کي د مرکزي دولت لخوا د څلور ميلونه افغانيو مرسته سوې، چي ټولي پيسي يې په خوست کي د ښووني او روزني په برخه کي په مصرف رسولي.
خوست والي عبدالجبار نعيمي بيا غونډي ته په وينا کي پر قومي مشرانو او سپين ږيرو ږغ وکړی، چي د نشه يي توکو پرخلاف دوۍ هم خپلي مبارزي ته دوام ورکړي.
« څوګ پري نه ږدی چي د نشه يي توکو معتاد سي او نور هم په خوست کي په نشه د روږدو کسانو شمير پراختيا ومومي.»
د يادوني ده که څه هم په خوست ولايت کي د کوکنارو او نورو نشه يي توکو کرکيله صفر اعلان سوی، خو بيا هم پدغه ولايت کي د په نشو روږدو کسانو شمير ورځ تر بلي پر ډيريدو دى.
ځايي مشران ددغه کسانو د ډيريدو يولامل پدغه ولايت کي د بنسټيزو کارونو نه پلي کيدل، او په لويه کچه د ځوانانو بيکاري بولي.
فريدالله ظاهر/ خوست
کتونکی: نجيب الله زيارمل