«په خوست کي د پلونو جوړونې آسانۍ رامنځ ته کړي دي»
نقيب الله متونوال / خوست۱۳۹۵ مرداد ۹, شنبه[No title]
پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه(16.11.2013):
په خوست کې د بهرنیانو د پوځي اډې سامانونه په کباړ کې
څو اوونۍ کيږي، چې په خوست کې امريکايانو خپله يوه مهمه اډه پريښې او اوس پکې افغان ځواکونه مېشت دي. د دغه پوځې اډې سامانونه اوس په کباړ کې خرڅیږي.
دغه اډه صحرا باغ نوميږي، چې بهرنیانو پرې د ( سيلارنو) پوځي اډې نوم ايښى وو، دغه اډه د خوست مرکز اړوند، د ښار په ختيځه خوا ته په درې کيلو ميترۍ کې مؤقعيت لري او د خارجيانو يوه مهمه اډه بلل کيده، چې څو وارې پرې ډله ييز ځانمرګي بريدونه هم ترسره شوي دي.
په دې وروستيو کې له دغه اډې څخه امريکايي سرتیري وتلي دي او پر ځاى يې د افغان ځواکونو يو نوى کنډک ځاى پر ځاى شوى دی، خو د ځايي چارواکو وينا ده، چې په ياده اډه کې خارجيانو هيڅ شى روغ نه دي پريښودلي.
د خوست والي د جمعې په ورځ له خبريالانو سره په يوه ناسته کې وويل، له يوې خوا خارجيانو دلته ټول مؤقتي کارونه کړي ول، او بل کوم څه چې دوى دلته جوړ کړي ول، هغه یې له وتو سره سم ټول وران کړل.
د والي په وینا دوى د لکونو ډالرو مهمات او تخنکي توکي او کانتينرونه په اډه کې پري نه ښودل او د کباړ په نوم یې خپلو کسانو یا هم ښار ته وړاندې کړل، چې په دې کې د بريښنا غټ جنراتورونه، موټرې، دفتري وسايل او آن د يوې شفاخانې وسايل يې هم پر کباړ وپلورل.
اوسمهال په خوست کې درې ځايه ستر سرايونه جوړ شوي دي او په هغې کې يوازې امريکايي کانتينرونه، موټرې، جنراتورونه، برقي وسايل، دفتري وسايل، کمپيوټرونه، چوکۍ او هره ډول شيان د کباړ په دې ځانګړو بازارونو کې پيدا کيږي، چې هره ورځ ګڼ شمېر خلک ورځي او د خپلې خوښې سامانونه پکې رانیسي.
عبدالله دويچه ويلې ته وويل، تر اوسه به تقريبآ تر ٣٠٠ زيات کانتينرونه، چې ځينې يې جوړ او ځينې يې پرې کړل شوي، پاکستان ته اړول شوي دي او هلته بيا ترې له دې ځایه په لوړه بيه خرڅیږي.
په دې کباړ کې ليدل کيږي، چې روغې موټرې کباړ شوي او په کانتيرونو کې ځاى پر ځاى شوي دي، چې پاکستان ته د کباړ په نوم واړول شي.
د خوست والي عبدالجبار نعيمي وايي، په دې کباړ کې، چې د امريکايانو له صحرا باغ نظامي اډې څخه را ايستل شوى، داسې غټ د بريښنا جنراتورونه هم موجود دي، چې که دوى ته ورکړل شوى واى او کباړ شوي نه واى، نو دوى کولاى شول، چې تر نيمايي ډېر خوست ته بريښنا ورسوي، خو په وينا يې چې بهرنیانو يې په دې برخه کې څو وار غوښتنو ته هيڅ ځواب ور نه کړ.
په عمومي ډول هغه څه چې اوسپنه ولري، لکه موټرې، جنراتورونه او نور بيا په وزن خرڅيږي، چې د يوه پلورونکي عبدالله په خبره، يو ټن وزن په ٣٠ زره کلدارې خرڅوي او بيا دا اوسپنه او کباړ زیاتره وخت پاکستان ته په قاچاق اړول کيږي.