1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«په خوست کي يو امريکايي تښتول سوی دی»

۱۳۹۸ بهمن ۱۸, جمعه

د افغان امنيتي کړيو په حواله د افغانستان په ختيځ کي يو امريکايي تبعه تښتول سوی دی. دغه کس د امريکا د سمندري ځواکونو پخوانی عسکر ښوول سوی دی.

Karte Afghanistan Provinz Khost Deutsch
انځور: DW

د افغان امنيتي چارواکو د ادارې يو استازي د پنجشنبې په ورځ د AFP خبري آژانس ته ويلي دي چي تښتول سوي کس د امريکا د سمندري ځواکونو يو پخوانی  سرتيري وو چي په خوست کي يي د امنيتي خدماتو په برخه کي کار کاوه.

د هغه په حواله خو دتښتولو دغه پيښه تيره اونۍ د پاکستان سرحدي سيمي ته نژدې رامنځته سوې ده.

تر اوسه پوري لا د دې پيښې مسئوليت کوم چا پر غاړه نه دی اخيستی. طالبانو نوموړي خبري آژانس ته ويلي دي چي هغوی په دې هکله هيڅ ډول معلومات نه لري.

د امريکا متحده ايالاتو خارجه وزارت، که څه هم نوموړې پيښه تائيد کړې ده، خو د جزياتو په هکله يي تراوسه څه نه دي ويلي.

د افغان استخباراتو پخواني مشر امرالله صالح بيا د تښتولو دغې پيښې مسئوليت پر طالبانو اچولی دی. هغه په خپل تويتر کي ليکلي دي چي داسي کارونه د پاکستان په ملاتړ مليشه وو له خوا ترسره کيږي.

پاکستان په تيرو وختونو کي په وار وار سره، له طالبانو څخه په ملاتړ تورن دي، خو دغه هيواد تل دا ډول تورونه رد کړي دي.

په افغانستان کي ډير يوخت، د خارجي اتباعو د تښتوني پيښې رامنځته کيږي. په نوامبر مياشت کي طالبانو يو امريکايي او يو آستراليايي تبعه، پس له درو کلونو امريکايي امنيتي ځواکونو ته وسپاره. ددې کار په بدل کي د طالبانو درې تنه لوړپوړي چارواکي له محبس څخه آزاد کړاي سول.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل