1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په خوست کې خصوصي راډيو: طالبانو مو خپروني بندي کړې

امید دیدار
۱۴۰۲ دی ۲۶, سه‌شنبه

په خوست کې د یوې خصوصي راډیو مشر اسلم قانوني وايي چې طالبانو یې پر دفتر چاپه وهلې او د ژوندنیو نشراتو پر مهال یې راډیو ورتړلې ده.

Afghanistan Taliban Medien
انځور: Sardar Shafaq/AA/picture alliance

اسلم قانوني دویچه ویله ته وویل، طالبانو د «نن راډیو» ټول وسایل له ودانۍ ویستلي، چې ډېر پکې زیانمن شوي هم دي. دی دغه راز زیاتوي، چې په خوست کې د طالبانو سیمه‌ ایزې ادارې د ده ورور له تېرو اوو ورځو د محکمې له حکم پرته زنداني کړی او د ده په ګډون د راډیو یو شمېر کسانو ته یې ګواښونه هم کړي دي.

دی وايي، اوس مهال د «نن ایف ایم» خپرونې بندې دي، چې دی یې د ژر تر ژره بیرته پرانستلو غوښتنه کوي.

موږ په دې اړه په خوست کې د طالبانو له ادارې سره په اړیکه بریالي نه شو؛ خو د افغانستان د خبریالانو مرکز په همدې اړه یوې خپرې کړې خبرپاڼې کې د دغې راډیو پر تړلو خواشیني ښودلې او ضمنآ یې د خوست د والي د ویاند طاهر احرار له قوله ویلي، چې «نن راډیو» یې د خوست د ابتدائیه محکمې د حکم پر اساس بنده کړې ده.

د افغانستان د خبریالانو مرکز خبرپاڼې کې د طاهر احرار له قوله راغلي: «د نن ورځې اقدام د خوست د ابتدائیه محکمې د حکم پر اساس شوی دی. محکمې امر کړی و، چې د راډیو له لوري د کور مالک ته کرایه نه ورکولو له امله باید ودانۍ تخلیه شي او دا حکم نن ترسره شو.»

افغان رسنۍانځور: Hussein Malla/AP Photo/picture alliance

خو د «نن راډیو» مشر اسلم قانوني د طالبانو د ځايي مسئولینو کړنه غیرقانوني بولي او وايي، د راډيو د تړلو له پاره د محکمې حکم نه دی کړی.

هغه دویچه ویله ته وویل: «محکمې هېڅ حکم نه دی کړی. موږ ته یو ځل توصیه شوې وه، خو ما د دې کور له مالک سره قرارداد کړی او په دې کور ما مصارف کړي دي. زموږ دوسیه په محکمه کې ده. تر اوسه حل شوې نه ده او نه د راډیو د تړلو حکم شوی دی.»

د افغانستان د خبریالانو مرکز خبرپاڼې کې د طالبانو د ځايي ویاند طاهر احرار له قوله راغلي دي چې: «موږ د راډیو له دوام سره ستونزه نه لرو او مالک یې کولی شي، خپل وسایل بل ځای انتقال کړي او د قانون مطابق خپله راډیو بیا چالانه کړي.»

دغه مرکز په داسې حال کې چې د ټولیزو رسنیو د قانون پر پلي کېدو ټینګار کوي، په خوست کې د طالبانو له ځايي ادارې څخه غوښتي دي چې ژر تر ژره دې د «نن راډیو» پرانستلو ته زمینه برابره کړي.

«نن راډیو» په ۲۰۰۹م کال کې په خوست جوړه شوې او تر اوسه پر ایف ایم څپه بېلابېل نشرات کوي.

د دغې راډیو د مسئولینو په وینا، پر یادې رسنۍ په داسې حال کې ځايي طالب چارواکي چاپه وهي، چې څو ورځې مخکې د طالبانو ویاند ولایتي ویاندویانو ته له رسنیو او رسنوالو سره د ښو اړیکو او پر وخت د معلوماتو د شریکولو سپارښتنه کړې وه.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل