1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په خوست کې د برېښنا پرلپسې پارچاوي او د خلکو شکایتونه

۱۴۰۰ دی ۲۱, سه‌شنبه

په خوست کې په ورستیو ورځو کې د برېښنا پرچاوي زیاته شوې او خلک وایي، له تیرو ورځو راهیسې هیڅ برېښنا نه لري. هغوی غوښتنه کوي چې د کابل او نورو سیمو له خوا دې پر دوی برېښنا نه قطع کیږي. د بریښنا شرکت په دې اړه څه وايي؟

Afghanistan Kabul Elektriker
انځور: Getty Images/J. Moore

د خوست اوسیدونکي وایي، له تيري يوې اونۍ راهيسي پرې پرلپسې برېښنا قطع کیږي او پارچاوي یې دومره زیاته شوې ده چې ډيرې شپې تیارې ته تیروي او هیڅ برېښنا نه لري. خو د برېښنا شرکت وایي، سالنګ کې د واورې او توپان له امله برېښنا قطع شوې.

د خوست مرکز متون یوه اوسیدونکي عمر دویچه ویله ته وویل چې خوست ته د وارداتي برېښنا راتګ سره خوشاله وو، چې کورونه یې په برېښنا روښانه شول، خو اوس یې پارچاوي له برېښنا زړه توري کړي.

نوموړی وایي، پخوا یې په کورونو کې سولري برېښنا برابره کړې وه، خو خوست ته د وارداتي برېښنا راتګ سره یې هغه سیستم ړنګ کړو، خو د برېښنا پرلپسې نه شتون پېښمانه کړی چې له دې یې شخصي برېښنا ښه وه.

هغه وویل: «دا څو ورځې کیږي هیڅ برق نه وي، کله نیمه شپه کې یو ساعت راشي یا د ورځي نیم ساعت. په څلورویشتو ساعتونو کې دوه ساعته برېښنا نه لرو. له دې زموږ شخصي برېښنا ښه وه. موږ له برېښنا شرکت غواړو، چې له موږ دې خپل حق برېښنا نه قطع کوي.

په خوست کې خلکو خپلو کورونو ته سولر برېښنا جوړه کړې ده، خو په مرکزي سیمو کې خلکو د وارداتي برېښنا راتګ سره سولر برېښنا سیستمونه ختم کړل.

د خوست ښار یو بل اوسیدونکي محمد سعیدخان وایي چې خوست ځانګړي وارداتي برېښنا لري او د طالبانو دولت دې د برېښنا کمښت له امله د خوست برېښنا کابل او یا بلې سیمې ته نه ورکوي.

د برېښنا شرکت وايي له ازبکستان وارداتي بریښنا کې د ځینو ستونزو لکه کبله پرچاوي رامنځ ته کيږیانځور: Getty Images/J. Moore

نوموړي دویچه ویله ته وویل د برېښنا پرچاوي دومره ډېره ده چې له دې د برېښنا نه شتون بهتر دی.

سعیدخان وایي: «دا برېښنا زموږ خپل حق دی. موږ هم افغانان یو او کابل کې هم افغانان اوسیږي، ولې زموږ برېښنا د کابل او یا بل سیمې له پاره قطع شي.»

د خوست دغه اوسیدونکی وایي، که د خوست برېښنا پارچاوي کمه نه شي او همداسې پرلپسې د ډېرو ساعتونو له پاره د خوست برېښنا قطع وي نو مجبور دي، چې سوله ایز احتجاج وکړي او تر مسؤلینو خپل غږ ورسوي.

د خوست اوسیدونکو په ټولنیزو رسینو کې د برېښنا زیاتې پارچاوۍ له امله غږ پورته کړی.

د افغانستان د برېښنا شرکت ویاند حکمت الله میوندي دویچه ویله ته وویل، له ازبکستان څخه د وارد شوي برېښنا ځینې تخنیکي ستوونزې پیدا کړي او په کابل او په یو شمېر ولایتونو کې برېښنا کمه شوې او پارچاوي یې زیاته شوې ده.

نوموړي وویل، په سالنګ کې د ډېرې واروې او توپان له امله برېښنا یو لېن پرې شوی.

میوندي وویل: «زه همدا اوس سالنګ کې یم، دلته د زبکستان برېښنا یو مزی واوري پرې کړی، نه یوازې په خوست، بلکې په کابل او په همدې مسیر یو شمېر نورو سیمو کې هم برېښنا کمه شوې او یا پرلپسې پارچاوي ده.»

د افغانستان د برېښنا شرکت ویاند زیاتوي چې تخنیکي ټیم یې جدي کار کوي چې په سالنګ کې پرې شوی د برېښنا لین وصل کړي او احتمالآ ویلی شي چې تر سې شنبې شپې پورې به برېښنا بیرته عادي ډول خلکو ته ورسیږي.

فرید ظاهر

کله چې په خوست کې اختر رانژدې شي؛ له آرشیف څخه یو انځوريز البوم:

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل