د خوست پولیسو د سه شنبې په ورځ خبر ورکړ چې کشفي ادارو یې یو موټر بم کشف کړی او نيولی دی چې د خوست ښار ته پر لاره وو. چارواکي وایي چې د یوه احتمالي برید مخه یې نیولې ده.
اعلان
په خوست کې له جنايي جرمونو سره د مبارزې مدیر شیرداود ارین دویچه ویله ته وویل چې وسله والو له تکتیکه کار اخیستی او د پولیسو له هاموی موټر څخه په استفادې یې د برید پلان درلود.
هغه وایي، په دغه موټر کې کابو څلور ټنه چاودیدونکي او خطرناک زهري مواد ځای پرځای شوې ول، چې د خوست اسماعيل خېلو ولسوالۍ اړوند په یوه سیمه کې پولیسو کشف کړی او وسله والو غوښتل چې په خوست ښار کې چاودنه ورکړي. که دا کار شوی وای ډېر ځاني او مالي تاوان به یې رامنځته کړې وای: «موږ دا موټر بم کشف او شنډ کړ. که دغه چاودنه کړې وای، ډېر افغانان به یې په وینو کې لمبولې وای. دا د دوښمن او پردیو اجینټانو کار دی، خو هدف ته له رسیدو وړاندې پولیسو نا کاره کړ».
ارين وويل چې د پېښې په تړاو څوک نه دي نیول شوي، خو د پولیسو او امنیتي ارګانونو پلټنې روانې دي.