1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په خوست کې چاودنې مرګ ژوبله اړولې

۱۴۰۲ مرداد ۲۳, دوشنبه

طالب چارواکي وايي چي د خوست ولایت په یوه هوټل کې چاودنې مرګ ژوبله اړولې ده. طالبانو ویلي دي چې په چاودنه کې یو شمیر وزیرستاني کډوالو او ځایي خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

آرشیف: د خوست ولایت انځور
آرشیف: د خوست ولایت انځورانځور: DW/F. Zahir

په خوست کې د طالبانو مطبوعاتي دفتر ویلي دي چې نن سهار شاوخوا یوولس بجې د دغه ولایت مرکز سپین جومات ته څېرمه په یوه هوټل کې چاودنه شوې ده.

په خوست کې د طالبانو ادارې په یوه خبرپاڼه کې راغلي دي چې په دې پېښه کې یو شمېر "د وزیرستان کډوال او ځايي اوسېدونکي" مړه او ټپیان شوي دي.

د طالبانو د لومړنيو معلوماتو پر بنسټ، د دې ولايت روغتون ته درې مړي او اوه ټپيان لېږدول شوي دي.

طالبان وايي، ځواکونو ېې د پېښې سیمې ته رسېدلي او په اړه یې پلټنې روانې دي. تر اوسه کوم چا یا ډلې د دې پېښې مسوولیت پر غاړه نه دی اخیستی او نه هم د چاودنې نوعیت معلوم شوی.

 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب