1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په خوست کې ږلۍ او توپان کرنیزو فصلونو ته سخت زیان اړولی

فريدالله ظاهر
۱۴۰۲ شهریور ۷, سه‌شنبه

د خوست په مرکز او دوو ولسوالیو کې سختۍ ږلۍ او ورسره توپان کرنیزو محصولاتو ته زیان اړولی. پر دې سربېره ږلۍ د یو شمېر خلکو د موټرو ښیښې او سولري تختې هم ماتې کړې دي.

Afghanistan Ghost Hagel
انځور: Shaukat Arman

تېره شپه د خوست مرکز اړوند د لکڼو سیمه، په باک او علیشرو تیریزیو ولسوالیو کې سخت توپان او د ږلۍ ورښت د خلکو زرګونه جریبه ځمکې او کرنیزو محصولاتو ته سخت زیان اړولی، چې د ځایي اوسیدونکی په وینا یو شمېر محصولات له یوې مخې له منځه تللې دي.

د لکڼو د ذوکو خېلو سیمې یو کروندګر رحمت الله دویچه ویله ته وویل، چې ږلۍ د دوی په سیمه کې د خلکو رسېدلي فصلونه له منځه وړي. نوموړی وایي، خپله یې مۍ او جوار کرلي، چې په وینا یې د مۍ محصولات یې له منځته تللي او جوار یې هم له حاصله لوېدلي.

رحمت وویل: «کوم جوار چې رسېدلي و، سختې توپاني هوا او ږلۍ ټول څملولي او له منځه وړي. ما مۍ کرلي، چې یوه برخه مې ریبلې او په میدان وې او یو څه مې ریبلو ته تیارې وي، زما د میو ټول فصل له یوې مخې ضایع شوی دی.»

خوست کې سخته ږلۍ اوریدليانځور: Obaidullah Qayoumi

رحمت الله وایي، د کروندوګرو د ټول کال خواري د ځمکو کرل او د محصولاتو لاسته راوړلو ته تمه وي، چې اوس د فصل زیان لیدو سخت خواشیني کړي. نوموړی له اړوند ادارو او مرستندویه مؤسسو غواړي، چې له هغوی سره د خوراکي توکو مرسته وکړي، چې فصلونه یې زیانمن شوې دي.

ویل کیږي چې پر لکڼو سربېره د خوست باک او عليشیرو تیریزویو ولسوالیو ځینې سیمې د تیرې شپې د ږلۍ ورښت سختې ځپلې او د خلکو کرنیزو فصلونو ته یې زیان رسولی.

د علیشیرو او تیریزیو ولسوالۍ د بلاوټ سیمې اوسیدونکي شوکت ارمان دویچه ویله ته وویل، چې د دوی په سیمه کې هم د خلکو د جوارو او شولو فصلونه له منځه تللې دي.

ارمان وایي: «زموږ په ځای کې خلکو کم جوار، خو سوبین او شولې ډيرې کرلې وې، چې سخت يې خراب کړې دي. زموږ د کلي خلکو خو همدا د ټول کال خواري وي، چې بیا یې ثمره ووینې، خو بس ږلۍ فصلونه تبا کړل.»

په خوست کې د تیرې شپې توپان او ږلۍد کرنیزو فصلونو ترڅنګ د خلکو برښنایي سیستمونو ته هم زیان رسولی. د یو شمېر موټرو ښیښې یې ماتې کړي او د ځینو خلکو د برېښنا سولر تختې یې هم غورځولي او زیانمنې کړې دي.

خوست کې توپان او د ږلۍ اورښت کرنیزو فصلونو ته زیان اړولیانځور: Shaukat Arman

د لکڼو سیمې یوه اوسیدونکي عبیدالله قیومي دویچه ویله ته وویل: «توپان او ورسره سخته ږلۍ وې، د ځینو کورونو دیوالونه یې چپه کړي، د ځینو خلکو شمسیې یې غورځولې او ماتې کړي. خلکو په خوارۍ له شمسیو څخه ځانته برېښنا سیستمونه جوړ کړې ول.»

له طبیعي پېښو سره د مبارزې وزارت ویاند شفیع الله رحیمي هم وایي چې په خوست کې د تیرې شپې توپان او د ږلۍ اورښت خلکو ته د سختو مالي زیانونو د اوښتو ترڅنګ فصلونو ته سخت زیان اړولی. نوموړي دویچه ویله ته وویل، چې دوی ټیمونه په سیمه کې د اوښتو زیانونو بررسي کوي.

رحیمي وویل: «توپانونه راغلي او ورسره ږلۍ او بارانونه هم شوي، چې زیاتره خلکو ته یې مالي زیانونه اړولې دي، زراعتي ځمکې یې خرابې کړي، ځینو کورونو ته یې هم زیانونه اړولې دي، د حوادثو له لورې یې سروې روانه ده.»

په نړۍ کې اقلیمې بدلون پر افغانستان هم خپلې اغیزې پراېښي. په تېرو دوو کلونو کې د افغانستان په مختلفو سیمو کې سختونو ورښتونو، توپانونو او سیلابونو خلکو ته سخت مالي او ځاني زیانونه رسولي دي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب