1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په خوست کې یوې حیواني ناروغۍ سلګونه غواګانې مړې کړي

۱۴۰۱ تیر ۲۹, چهارشنبه

د خوست د کرنې او مالدارۍ ریاست خبر ورکوي، چې په دې ولایت کې یوې خطرناکې حیواني ناروغۍ حيواناتو ته سخت زیان رسولی.

Afghanistan | Landwirtschaft in der Kunduz Provinz
انځور زموږ له آرشیف څخهانځور: Stefan Trappe/imago images

د طالبانو د خوست د کرهنې او مالدارۍ رئیس عبدالصمد محمدي دویچه ویله ته وویل، دا ناروغي (لمپي سکن دیزیر) نومیږي چې له تېرو څو اونيو راهیسې په خفیفه بڼه وه، خو په وروستیو ورځو کې د حيواناتو له پاره په ډله ایز مرګ تمامه شوې ده.

نوموړی وایي چې په یوه اونۍ کې د ولایت په مختلفو سیمو کې تر دوو زرو ډیرې غواګانې په ځانګړي توګه شیدې لرونکي غواګانې د دې ناروغۍ له امله مړې شوې دي.

هغه وویل: «په تېرو څو ورځو دغه ناروغۍ ډېره شدیده شوې ده. زموږ د معلوماتو له مخې یوازې په صبرو ولسوالۍ کې یې ۶۵۰ زیاتې غواګانې مړې کړي. په لکڼو کې تر ۳۰۰ ډيرې غواګانې مړې شوې دي. له نورو سیمو هم د ډېرو غواګانو د مړینې خبرونه لرو. په خوست کې تقریبآ دوه زره غواګانې مړې شوې او په چټکۍ سره دا ناروغي پرمختګ کوي.»

د خوست د کرهنې او مالدارۍ رئیس زیاتوي، خپل اړوند وزارت څخه یې په بیړني ډول د روغو مالونو د واکسین کولو له پاره د واکسیونو غوښتنه کړې، خو تر اوسه یې وزارت ورته مثبت ځواب نه دی ورکړی.

د خوست د لکڼو سیمې یوه اوسیدونکي نورالله دویچه ویله ته وویل، چې د دې سیمې په هر کلي او نږدې هر کور کې له خلکو غواګانې مړې شوې دي: «باور وکړه په غواګانو یوه وبا ګډه شوې ده، دومره ډيرې مړې شوې دي چې خوړو او صحرایي ځایونه له مړه شوو غواګانو ډک دي. له خلکو لاره ورکه ده چې څه وکړي. د طالبانو حکومت تر اوسه د واکیسن او نور هیڅ مرسته د ناروغۍ د مخنیوي له پاره نه ده ترسره کړي.«

په تېر لوی اختر کې د قربانۍ ډېر څاروي په دغه ناروغۍ اخته شوې وو او ډېرو خلکو قربانۍ و نکړې.

د خوست د عامې روغتیا ریاست له خلکو غوښتې دي چې حیواناتو ته د نږدې کیدو پر وخت روغتیایي سپارښتنې په پام کې ونیسي او دغه غوښتنه شوې ده چې مړه شوي څاروي دې په ازاده فضا کې نه اچول کیږي او تر خاورو لاندې دې دفن شي.

روغتیایي مسؤلین وایي، دا په حیواناتو کې د پوستکې ناروغي ده او وېره شته، چې انسانانو ته پراختیا وکړي.