په خوست کې یوې چاودنې څلور کسان ووژل
۱۳۹۶ شهریور ۲۶, یکشنبهد خوست ولایت د امنیې قوماندان فیض الله خیرت، د فرانسې خبري آژانس ته وویل چې «دغه چاودنه غرمه مهال په یوه مارکیټ کې شوې چې خلک ورته خپلو مبایلونو ته د ویډیو ګانو او سندرو د اچولو له پاره مراجعه کوي.»
د دې برید د مسوولیت په هکله تر اوسه پورې کومه ادعا نه دې شوې خو د پاکستان پولې ته څیرمه دغه نسبتاً نا امنه ولایت د طالبانو له ګواښونو سره وخت نا وخته مخ کیږي.
د ۱۹۹۶ نه تر ۲۰۰۱م کال پورې هغه مهال چې طالبان په واک کې وو، موسیقي منع کړل شوې وه. په ورته وخت کې وسلوالو ډلو تر دې مخکې هم په داسې مارکیټونو باندې بریدونه کړي دي.
د خوست د امنیې قوماندان همدا راز زیاته کړې چې چاودنه د یوه ریموټ کنټرول بم په واسطه رامنځ ته شوې. په عین وخت کې د خوست ولایت د روغتیا ریاست مشر حبیب شاه انصاري هم د څلورو کسانو وژل کیدل تائید کړي او زیاته کړې یې ده چې «له لسو ډیر نور کسان بیا ټپیان دي» چې د درملنې له پاره د خوست روغتون ته لیږدول شوي دي.