1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستپاکستان

په خيبر پښتونخوا کې د ترهګريزو پيښو لامل سياسي بې ثباتي ده؟

۱۴۰۱ آذر ۲۹, سه‌شنبه

د حکومت له خوا د ترهګرۍ پېښو پر ضد د اغیزمنو اقداماتو پر ادعاو سربیره هم د عوامو اکثريت یې انديښمن دي. په دې منځ کې د پوځ په وينا د بنو د پوليسو په مرکز کې يرغمل نيونه هم د ۳۳ وسله والو په وژنې سره پای ته رسېدلې ده.

په دې وروستيو کې د پاکستان پر امنيتي ځواکونو بريدونو زور اخيستی دی
په دې وروستيو کې د پاکستان پر امنيتي ځواکونو بريدونو زور اخيستی دیانځور: Str./AFP/Getty Images

په پاکستان کې له سياسي بې  ثباتۍ څخه په ګټه اخيستو تندلارو د خيبر پښتونخوا ايالت په بېلا بېلو سيمو کې خپل بريدونه کړندي دي. د يکشنبې په ورځ د بنو د ترهګرۍ ضد پوليسو په مرکز کې له کلونو راهېسې د تحريک طالبان پاکستان بندي غړيو پر امنيتي ځواکونو بريد وکړ او تر وسلو اخیستو وروسته یې هغوی يرغمل ونیول. د دوشنبې په ورځ په مرکز کې د يوه افسر د وژل کيدو رپوټ هم ورکړل شوی وو.

د يرغمل کوونکو سره د خبرو اترو د هڅې تر کاناميدو وروسته د سه شنبې ورځي په سهار د پاکستان پوځ کومانډو ځواک پر دغه مرکز هجوم ور وړ او د پوځ په وينا یې دغه يرغمل نیونه د ۳۳ شکمنو وسله والو په وژلو سره پای ته ورسوله.

د پاکستان د پوځ له خوا دا عمليات د بنو د سي ټي ډي يا د ترهګرۍ ضد پوليسو په مرکز کې ترسره شول. ويل شوي چې دې عملياتو څلور ساعت دوام وکړ او په ترڅ کې یې لومړی د پنځو عسکرو او درې کوماندويانو د ټپي کيدو خبر ورکړل شوی وو.

انځور: ABDUL MAJEED/AFP/Getty Images

خو د پاکستان د دفاع وزير خواجه آصف د اس اس جي يا ځانګړو ځواکونو د لسو او پنځلسو ترمنځ غړيو د ټپي کيدو او دوو افسرانو د وژل کیدو خبره وکړه. 

په همدې روان ميلادي کال کې د ايالت پر جنوبي سيمو او ملاکنډ سيمه کې پر پوليسو او دولتي چارواکو يو شمير بريدونه وشول. بل لوري ته حکومتي چارواکي هڅه کوي خلکو ته ډاډ ورکړي چې په دې ايالت کې ترهګرۍ خپلې وروستۍ سلګۍ شماري. ایالتي حکومت د اپوزيسيون پر ګوندونو تور لګوي چې دوی د حکومت د بدنامولو په موخه د ترهګریزو بريدونو په اړه خبرونو کې مبالغه کوي.

بنو کې يرغمل نيونه: پاکستاني چارواکو له ټي ټي پي سره مذاکرات پيل کړي

د اپوزيسيون سره تړاو لرونکي د فدرالي او صوبايي پارلمانونو غړي پر حکومت ټینګار کوي چې د وضعيت جديتوب درک کړي او د ښه کولو له پاره یې اقدامات وکړي. د عوامي نيشنل ګوند او قومي وطن پارټي مشران په وار وار سره له ایالتي حکومته غوښتنه کوي چې د امنيت ټينګولو ته پاملرنه وکړي. خو په خيبر پښتونخوا کې د حاکم پاکستان تحريک انصاف ګوند چارواکي دا غوښتنه له پامه غورځوي.

د سرحد له بلې غاړې څخه لاس وهنه

د پاکستان او افغانستان ترمنځ پر ۲۶۰۰ کیلومتره اوږد سرحد د اغزن سيم د لګولو سربیره هم په سيمه کې د ډېرو بریدونو پړه احتمالاً د پولې له بلې څخه پر را اوښتونکو د پاکستان تحريک طالبان جنګیالو ور اچول کیږي.

خو دلته دا پوښتنه راپورته کیږي چې پر سرحدي کټارو او سخت څار سربيره ترهګر څرنګه له پولې تیر شوي او د ملاکنډ تر غرنيو سيمو پورې رسيدلي دي؟ د افغانستان او د قبايلي چارو يوه شنونکي شمس مومند دويچه ويله ته په دې تړاو وويل: «په افغانستان کې د طالبانو حکومت په جوړيدو سره تمه کیدله چې په پاکستان کې به وضعيت ښه شي ځکه پاکستان په افغانستان کې د امنيت د ټینګښت له پاره ډېرې هڅې وکړې چې بنسټیز هدف یې هم په پاکستان کې د ثبات ټینګول وو او دا چې افغان مهاجر بيرته خپل هېواد ته ستانه شي.»

د پاکستان او افغانستان ترمنځ سرحدانځور: Abdul Ghani Kakar/DW

نوموړي زياته کړه: «خو اوس د پاکستان له ملاتړه برخمن د طالبانو د حکومت په دوره کې له افغانستان څخه د پاکستان پر پولو تر هغه هم ډېر بريدونه ترسره شول لکه د افغانستان د پخوانيو مشرانو حامد کرزي او اشرف غني د حکومتونو په دروه کې چې ترسره کيدل.»

مومند وويل چې پاکستان په دې آند وو چې له افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو تر وتلو وروسته به په سيمه کې امنيتي وضعيت ښه شي، خو په پاکستان کې په تېرو څو مياشتو کې د ترهګرۍ پېښې وار په وار ډيريږي.

د پاکستاني طالبانو د اوربند پای، افغانستان او سیمې ته به یې پایله څه وي؟

نوموړي وويل: «افغان طالبانو د بهرنيو ځواکونو د شړلو اجنډا تعقيبوله خو د دغه ځواکونو پر وتلو سربیرهم په پاکستان کې ثبات رامنځته نه شو، بلکې د ترهګرۍ پېښو زور اخیستی دی او د [افغان] طالبانو په تړاو د پاکستان د نرم دريځ له کبله دغه هېواد د نړيوالو له خوا هم تر انتقاد لاندې نيول کيږي.»

د ایالتي حکومت او پوليسو دريځ

د بنو او لکي مروت په ګډون د ایالت په نورو سيمو کې پر پوليسو د بريدونو او د امنيتي ځواک د غړيو د يرغمل نیونې په تړاو د ایالتي حکومت وياند محمد علي سيف دا ډول څرګندونې کړې وې: «وضعيت په بشپړ ډول کنترول دی او امنيتي ځواکونو سيمه کلابنده کړې ده. د تروريستانو پر ضد عمليات روان دي، چې ژر به تکميل کړل شي.»

نوموړي وويل چې حکومت هڅه کړې وه چې د خبرو اترو له لارې معاملات حل کړي خو حکومت به د امن د دښمنانان په مقابل کې هيڅ ډول کمروزي ښکاره نه کړي. هغه وويل: «کله چې په سوات کې ناامنۍ سر راپورته کړ، نو خلک سړکونو ته راووتل او حکومت یې ملګرتيا وکړه او ترهګري یې وځپله. همدا شان به په نورو سيمو کې هم پر وخت ګامونه واخیستل شي.»

د خيبر پښتونخوا د حکومت وياند محمد علي سيفانځور: Faridullah Khan/DW

د خيبر پښتونخوا په جنوبي سيمو بنو، لکي مروت او نورو منطقو کې د وروستيو ترهګریزو پېښو په اړه د بنو د پوليسو مشر سيد اشفاق انور وويل: «په ترهګرۍ کې لاس لرونکي به ډېر ژر ځواب ويلو ته راکش کړو. پوليس د سر په بيه د ترهګرۍ پر ضد جګړه کوي او د وروستي ترهګر تر ختمولو به دا جګړه روانه وي.» هغه زياته کړه: «د ترهګرۍ پر ضد جګړه کې خلک او پوليس سره په يوه نظر دي.»

د خلکو غبرګون

عادي خلک چې د دې ډول وضعيت څخه په مستقیم ډول اغیزمن کیږي، له حکومتي ادعاو ډېر راضي نه دي. له همدې کبله هغوی د ترهګرۍ، هدفمندانه وژنو او باج اخيستلو پېښو پر ضد احتجاج کوي. د جنوبي وزيرستان د وانا سيمې قومي مشرانو د سولې په پلوۍ جوړه شوې يوه قبايلي غونډه کې د جنورۍ میاشتې په لومړۍ اونۍ کې د احتجاجي مارش د ترسره کولو اعلان وکړ.

قبایلي سیمو کې د پاکستاني طالبانو د نفوذ پراخیدو ضد اعتراضونه

دې قبايلي مشرانو وويل چې دوی له حکومتي ادارو د امنيتي تدابيرو د لا کلکو غوښتنه کوي او دا چې دوی به د خپلې سيمې د امنيت پر سر کوم جوړ جاړی ونه کړي.

تر دې د مخه د سوات، دير، بونیر او شانګلې سيمو په زرونو خلکو امن مارشونه را ايستلي ول او پر حکومت یې ټینګار کړی وو چې دې سيمو ته دې د ترهګرۍ د راستنېدو مخه ونیسي. د خلکو د دې فشارونو په پايله کې سيمه ايز پوليس او نورې امنيتي ادارې متحرکې شوې او دلته د ناامنۍ په پېښو کې کموالی ترسترګو شه.

ب. ص/ ن. ز (فريد الله خان، پېښور)

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب