1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په دایکنډي کې جګړه

۱۳۹۸ تیر ۱۳, پنجشنبه

د دایکنډي ولایت امنیتي چارواکي وایي چې د دغه ولایت په کجران ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه کې لسګونو تنه افغان امنیتي ځواکونه وژل شوي. دوی ادعا کوي چې په لسګونو طالب جنګیالي هم ټپیان او وژل شوي دي.

Karte Afghanistan Provinz Daikundi Englisch
انځور: DW

د دایکنډي ولایت د امنیه قوماندانۍ د امنیت آمر نقیب الله مالستاني د پنجشنبې په ورځ په دې اړه دویچه ویله ته وویل چې له يوې اوونۍ راهيسي د طالبانو او امنیتي ځواکونو ترمنځ سخته جګړه روانه ده.

نوموړي زیاته کړه چې تیره شپه ۷ تنه امنیتي ځواکونه وژل شوي او ۶ نور ټپیان شوي دي. د لړم میاشتې پر ۱۱مه  ۸ تنه پولیس ووژل شول او ۱۷ نور ټپیان شول. دوی ټول په کجران ولسوالۍ کې د جګړې په پایله کې وژل او ټپیان شوي دي.

په دې توګه نو په لسو ورځو کې تر۲۰ ډیر امنیتي ځواکونه وژل شوي او تر ۲۵ ډیر نور ټپیان شوي دي.

د دایکنډي د امنیه قوماندنۍ د امنیت آمر وویل: «د طالبانو له خوا تش په نامه د نومول شوي والي په مشرۍ طالب جنګیالیو له څو اړخونو د کجران ولسوالۍ پر امنیتي پوستو بریدونه وکړل».

دایکنډي تر دې وروستیو کلونو پورې یو د افغانستان له امنیو مرکزي ولایتونو څخه وو.

دغه ولایت چې په ۱۳۸۳م کال کې د حکومت له خوا د تازه تاسيس شوي او مستقل ولایت په توګه اعلان شو، ۱۰ ولسوالۍ او تر ۷۰۰ زرو تنو ډیر نفوس لري.

خو په تیرو دوو کلونو کې د دغه ولایت یو شمیر ولسوالۍ په نسبي توګه نا امنې شوي دي. د دغه ولایت مدني فعالان مرکزي حکومت او په ځانګړي توګه د دفاع او کورنیو چارو وزارتونه د دغه ولایت امنیتي وضعیت ته په نه پاملرنې تورنوي.

د دایکنډي ولایت یو مدني فعال سید انور شهاب وایي: «په کجران ولسوالۍ کې ډیره سخته جګړه روانه ده او که حکومت پاملرنه ونه کړي، ولسوالي به سقوط ورکړي.»

د کارپوهانو او مدني فعالانو په حواله، د دې ولایت تر ټولو لویه ستونزه د غیر مسئوله وسله والو کسانو موجودیت دی چې د یو شمیر رهبرانو او سیاسي ګوندونو له خوا یي ملاتړ کیږي.

د دایکنډي ولایت په شترلی ولسوالۍ کې د افغان امنیتي ځواکونو او غیر مسئوله وسله والو ترمنځ هم جګړه روانه ده. خو د دغه ولایت والي سید انور رحمتي د امنیتي او کومکي ځواکونو له کمښت څخه شکایت کوي او وایي چې ژر به غیر مسئول وسله وال کسان بی وسلې کړای شي: «امنیتي ځواکونه وضعیت څاري او غیر مسئوله وسله وال کسان به په طبیعي ډول تر هغه وخته پورې چې دوی قانون ته غاړه نه وي ایښې، د پولیسو تر تعقیب لاندې وي.»

د یادونې وړ ده چې د پنجشنبې په ورځ د دایکنډي ولایت امنیه قوماندان له دندې ګوښه کړای شو او پر ځای یې نوی امنیه قوماندان معرفي شو. چارواکو ویلي دي چې د دې تبديلۍ دلیل په دغه ولایت کې نا امني ده.

اکرمي عاشق/ش.ن/ن. ز

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب