په درو کلونو کي د روسيې ناکام فضايي ماموريتونه
۱۳۹۲ تیر ۱۱, سهشنبهد۲۰۱۰ کال د دسمبرمیاشتې پر پنځمه نیټه: درې روسي ګلونس ستلایتونه چې پلان شوې وه باید د امریکایي GPS سیستم ځای یې نیولای وای، د دې پر ځای چې فضا ته ورسیږي په پاسیفیک کې راولوید. دغه ستلایتونه له دې کبله فضا ته ونه رسیدل چې د هغوی راکټ د ځمکې مدار ته په رسیدو کې پاته راغی.
د ۲۰۱۱ کال د فبرورۍ لومړۍ نیټه: روسي Geo-IK-2 ډوله سټلایت تر هغه وروسته لادرکه شو چې فضا ته تر استول کیدو وروسته په ناسم مدار کې برابر شو. دغه ستلایت د ځمکې د درې بعدي نقشي د ښکلو توان لاره او کولای یې شو چې پوځي هدفونه په ډیر دقیق ډول وټاکي.
د۲۰۱۱ کال د اگست میاشتې ۱۸: مسکو له Express-AM4 ډوله مخابراتي ستلایت څخه په اړیکه تینگه ولو کې پاتې راغی. ویل کیږي چې د دغه ستلایت د لادرکه کیدو علت هم په ناسم مدار کې د هغه برابریدل وو.
د ۲۰۱۱ کال د اگست میاشتې ۲۴: یو Soyuz ډوله راکټ چې نړیوال فضايي مرکز ته یې باید یوه محموله لېږلې وای، تر توغیدو لږ وروسته بیرته پر ځمکه راولوید.
د ۲۰۱۱ کال د نومبر میاشتې نهمه: روسي Phobos-Grunt نومی فضايي راکټ چې هدف یې مریخ ته رسیدل وو هیڅ کله هم دې سیارې ته و نه رسید بلکې دوې میاشتې وروسته د دغه راکټ وړوکي ټوټې په پاسیفیک کې راولویدې.
د۲۰۱۱ کال د ډسمبرمیاشتې ۲۳: د یوه Soyuz ډوله راکټ د خرابۍ له کبله یو روسي پوځي مخابراتي ستلایت فضا ته تر رسیدو مخکې په سایبریا کې راولوید.
د ۲۰۱۲ کال د اگست میاشتې اوومه: د یوې تخنیکې ستونزې له کبله یو راکټ چې دوه مخابراتي ستلایتونه یې باید فضا ته لیږدولي وای، پر ځمکه راولویدل.
د ۲۰۱۳ کال د فبروري میاشتې لومړی: د روسیې او اوکراین یو گډ راکټ چې امیرکايي Intelsat 27 ستلایت یې فضا ته استوه، بیرته پر ځمکه راولوید.
د ۲۰۱۳ کال د جولای د میاشتې دویمه: یو Proton-M ډوله راکټ چې Glonass ډوله روسي ستلایتوت یې باید فضا ته رسولی وای، تر توغیدو لږ وروسته وچاودید.
د ۲۰۱۳ کال د جولای د میاشتې دوهمه: یو روسي راکټ چې درې ستلایتونه یې باید فضا ته انتقال کړي وای بیرته په ځمکه راولویده.