په دغو هيوادونو کي تعلیم يافته مهاجر ښه شرايط موندلای سي
۱۳۹۸ خرداد ۸, چهارشنبه
يوې نوي څېړني موندلې ده چي کوم هيوادونه د ښه تعليم يافته مهاجرو له پاره په زړه پوري دي. جرمني يې په تر ټولو غوره ډله کي نه دی، خو په يوه برخه کي مخکي دی.
اعلان
د اقتصادي همکاريو او پراختيا سازمان نوې څېړنه چي پتېيل سوې ده د چهارشنبې په ورځ به خپره سي، ښيي چي جرمني د مسلکي بهرنيانو له پاره د ځينو نورو هيوادونو په پرتله په زړه پوري نه دی.
په څېړنه کي راغلي دي چي جرمني بيا په هغو دريو هيوادونو کي راځي چي د زده کړو له پاره ښه شرايط وړاندي کوي. په دې برخه کي دوه نور هيوادونه چي د بهرنيانو له پاره په زړه پوري دي، سويس او ناروې دي.
د اقتصادي همکاريو او پراختيا سازمان د ۳۶ غړيو هيوادونو په پرتله جرمني په هغو شپږو هيوادونو کي راځي چي بهرني شرکتونه پکښې پانگوني ته زړه ښه کوي. خو تر جرمني مخکي کاناډا، نوی زيلاند، سويس، سويډن او ناروې دي.
د څېړني په حواله د هغو ښه مسلکي مهاجرو يا بهرنيانو له پاره بيا په زړه پوري هيوادونه استراليا، سويډن، سويس، نوی زيلاند او کاناډا ښوول سوي دي. جرمني په دې برخه کي دوولسم ځای لري.
دغه هيوادونه د بهرنيانو له پاره د کار په بازار کي اسانه شرايط وړاندي کوي. په دې برخه کي جرمني ځکه تر ځينو پاته دی چي د بهرنيانو د زده کړو اسنادو ته د کار په بازار کي ښه ارزښت نه ورکول کيږي.
په دې څېړنه کي اووه عوامله ارزول سوي دي: کاري فرصتونه، عايد او ماليات، راتلونکې، د کورنيو غړيو ته امکانات، وړتيا، تنوع او د ژوند کيفيت. دا هم په پام کي نيول سوي ول چي په دغو هيوادونو کي مسلکي بهرنيانو ته د ويزې او اقامت اجازه څومره اسانه ده.
N.Z/B.S(AFP,dpa)
د مهاجرو له پاره ۱۰ لوی کوربه هيوادونه کوم ول؟ ـ ۲۰۱۶ کال
په ۲۰۱۶ کال کې د سر ۱۰ هغه هيوادونه چې تر ټولو زياتو مهاجرو کوربه توب یې کړی