د لومړي ځل له پاره په نړیواله کچه د حمل و نقل په برخه کې تر ټولو چټک ریل معرفي کیږي. څو کاله مخکې د «هائپر لوپ» د ترانسپورتي سیستم پلان معرفي کړای شوی وو، چې له مخې یې دغه ریل په یوه ساعت کې ۱۱۲۵ کیلومتره واټن وهي.
د دې موخې له پاره د صوت یا غږ له سرعت څخه تیز د فشار لولې یا تونلونه جوړیږي. د دوبئ حکومت د دغې پروژې اعلان د نوامبر میاشتې په ۸ نیټه د نړۍ تر ټولو لوړې ودانې «برج الخلیفه» کې وکړ.
د «هائپر لوپ ون» کمپنۍ چې د امریکا په لاس انجلیس ایالت کې موقعیت لري مشر له ژورنالستانو سره په خبرو کې وویل: «نن موږ د مشارکت د یوه تاریخي تړون د لاسلیک کولو له پاره په دوبئ کې له خپلو شریکانو (د سړکونو او ترانسپورت ادارې) سره یو.»د سائنسي محفل
نوموړۍ امریکایې کمپنۍ د روان کال په پیل کې خپله لومړنۍ تجربه په یوه امریکایې صحرا کړي وه، په هغه وخت کې دا خبرې د سائنسي محفل له یوې افسانې څخه کم نه معلومیدلې.
د نوموړي پروژۍ د پلانونکو په حواله د دغې پروژۍ په عملي کیدو سره به له دوبئ څخه تر ابوظهبئ پورې واټن یوازې په ۱۲ دقیقو کې ووهل شي. که یو موټر په یو ساعت کې ۱۵۰ کیلومتره سرعت ولري، نو د دغې فاصلې د طې کولو له پاره به تر دوو ساعتونو ډیر وخت ته اړتیا ولري.
د رسنیو د رپوټونو په حواله تر اوسه پورې د دغې پروژۍ د عملي کولو له پاره پر مالي لګښت پریکړه نه ده شوې. همدارنګه ټاکل شوی ده چې د دغې ټکنالوژۍ په هکله به نورې تجربې هم ترسره شي.۶۰۰ کلومتره فاصله په ۳۵ دقيقو کي
ویل شوي دي چې د دوبئ او ابوظهبۍ تر منځ به یو شمیر نور تمځایونه هم جوړ شي، چیرې چې به دغه ریل تم کیږي.
همدارنګه د دوبئ د بندرونو چارو تنظیمونکي دولتي کمپنۍ «ډي.پي. ورلډ» هم د «هائپر لوپ ون» کمپنۍ سره یو تړون لاسلیک کړی دی چې له مخې به یې په دوبئ کې د جبل علي بندر په صنعتي سیمه کې د دغې ټکنالوژۍ د استعمال په هکله ارزونه ترسره شي.
درې کاله مخکې دغه پروژه په امریکا کې د ایلون مسک، له خوا وړاندې شوې وه. ایلون مسک، د برقي موټر جوړونې ادرې ټیسلا موټرز، او د فضایې څیړنې خصوصي شرکت «اسپيس ایکس» مشر دی. د دغې پروژۍ په اړه د توضیحاتو په ترڅ کې هغه ادعا کړی ده چې د لاس اینجلس او سان فرانسسکو تر منځ نږدې ۶۰۰ کیلومتره فاصله به یوازې په ۳۵ دقیقو کې ووهل شي.
پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (06.01.2016):
انځور: picture-alliance/SpaceX via AP/P. Larson انځور: picture-alliance/AP Photo/J. Locher
د امريکا متحده آيالاتو په نېوادا کې څېړونکي د سپايس اکس شرکت د مشر، ايلون موسک يو نوی ډول ګړندی اورګاډی جوړوي. خو دا څرنګه پروژه ده او په نړۍ کې کوم نور ګړندي اورګاډي شته؟ انځور: Hyperloop Technologies په ساعت کې د ۱۲۰۰ کيلومترو په سرعت د فلزي تونل څخه تېرېدل د ښاغلي ايلون موسک نوې پروژه هايپرلوپ نوميږي. د فضايي الوتنو د «سپايس اکس» او د موټرو د «تېسلا» شرکتونو بنسټ ايښودونکی غواړي چې سان فرانسيسکو ښار او سيليکن وېلي دره له لاس انجلس ښار سره وتړي.
انځور: picture-alliance/SpaceX via AP/P. Larson په قسمي خلا کې اصطکاک هم لږ دی د هايپرلوپ ځانګړتيا دا ده چې په نلونو کې به د دباندې په پرتله د هوا فشار کم وي. اصلي خلا يا تشه به هم نه وي، ځکه چې دا په تخنيکي لحاظ د اورګاډو په يو پراخ سيستم کې دننه امکان نه لري. خو عادي پمپونه کولای شي چې د هوا فشار داسې راټيټ کړي چې په تونل کې دننه اصطکاک هم ډېر لږ وي.
انځور: Hyperloop Technologies يوازې په وچه کې نه، په اوبو کې هم تونلونه جوړېدلی شي د اوبو لاندې تونل هم ممکن دی. هلته به د وچې په نسبت د جواز اخيستلو کار هم آسانه وي. خو پروژه اوسمهال يوازې په ازمايښتي پړاو کې قرار لري. په جنوري کې د هايپرلوپ ټکنالوژۍ شرکت لاس وېګاس ښار ته څېرمه په نېوادا کې يوه ساحه رانيولې ده. هلته واړه مودلونه جوړېدونکي دي.
انځور: Hyperloop Technologies د هوا جريانونو په مرسته الوتنې ته ورته حالت د هايپرلوپ واړه ګاډي به د هوا په جريانونو باندې چې خپله يې توليدوي، چټک سرعت ته رسيږي. په دې ترتيب به ښايي څه باندې ۱۲۰۰ کيلومتره په ساعت کې سرعت ممکن شي. خو اندېښنې هم موجودې دي: آيا سپرلۍ به داسې ګړندی حرکت وزغملی شي؟ په بېړنيو حالاتو کې به څنګه ورسره مرسته وشي؟
انځور: picture-alliance/SpaceX via AP/P. Larson په سويس کې تر ځمکې لاندې اورګاډی د هوا تش تونل مفکوره څه نوې نه ده. سويسي انجينران د سويس مترو په نوم د سويس د مهمو ښارونو تر منځ هم غواړي تونلونه جوړ کړي. دغه اورګاډي به هم د مقناطيسونو په مرسته له سطحې سره تماس ونه لري. خو د هايپرلوپ په څېر ګړندي به نه ځي، يوازې په ساعت کې ۵۰۰ کيلومتره سرعت به ولري.
انځور: picture-alliance/dpa/Swissmetro «د الوتکې په څېر يو احساس» دغسې ورته يو احساس اوس لا هم په جاپان کې د «ماګلېف» په نوم د ځمکې پورته تلونکی مقناطيسي ګاډي سپرلۍ لري. هر څومره چې سرعت ډېريږي، د اورګاډي حرکت هم ثبات مومي. ازمايښتي پړاو پيل شوی دی. د ۲۰۲۷ کال له پاره د توکيو او ناګويا ښارونو تر منځ يوه ليکه پلان شوې ده چې په ساعت کې ۵۰۰ کيلومتره سرعت ورته ټاکل شوی دی.
انځور: picture-alliance/dpa د دغه اورګاډي ظاهري بڼه او څېره داسې ده: ماګلېف چې د «مقناطيسي پورته کېدنې» لنډ شکل دی، د وچې د لارې تېرېدونکي يو اورګاډي نوم دی. مقناطيسي قوتونه هغه ته د پورته کېدو وړتيا ورکوي. اصطکاک صورت نه نيسي چې له کبله يې د کارول شويو پرزو عمر هم ډېر وي.
انځور: picture-alliance/AP/Yomiuri Shimbun د چين په شانګهای ښار کې ترانسراپيد دا مهال د نړۍ تر ټولو ګړندی فعال اورګاډی دی. هغه د جاپان د ماګلېف په څېر له ورته مقناطيسي ټکنالوژۍ څخه کار اخلي او ۴۳۰ کيلومتره په ساعت کې شا ته پرېږدي. دغه ګاډی سپرلۍ د شانګهای له څنډو څخه هوايي ډګر ته بيايي. د څه باندې ۳۰ کيلومترو سفر اته دقيقې وخت نيسي.
انځور: picture-alliance/dpa دا مقناطيسي ګاډی په آلمان کې اختراع شوی دی د شانګهای ګړندی ګاډی د آلمان د زيمنس او تيسن کروپ شرکتونو اختراع کړی دی. په لومړي ځل دغه ګاډی په ۱۹۸۳ کال کې په ايمسلند سيمه کې ازمايښتي چلېدلی دی. په آلمان کې د مقناطيسي ګاډي يوه ليکه هم جوړه نه شوه. اصلي علت يې دا دی چې عادي اورګاډي چې د پټليو د پاسه ځغاسته کوي، اوس هم ډېر ګړندي شوي دي.
انځور: picture-alliance/dpa آي سي اي اورګاډی د مقناطيسي ټکنالوژۍ پر ځای آلمان د آي سي اي په نوم د زيمنس د ډېرې چټکتيا وېلارو اورګاډي کاروي چې په معمولو پټليو کې ځغاسته کوي. دغه اورګاډي په ۱۹۸۸ م کال کې په ۴۰۶،۹ کيلومترو په ساعت کې سره نوی رکارډ قايم کړ. خو په عادي صورت دغه اورګاډي په ساعت کې يوازې ۳۰۰ کيلومتره سفر کوي. نن سبا وېلارو اورګاډي ډېر صادريږي. هغه په هسپانيا، چين، روسيه، بريتانيا او ترکيه کې هم ګرځي.
انځور: imago/imagebroker له پکينګ څخه شانګهای ته په ساعت کې د ۳۸۰ کيلومترو په سرعت سفر د وېلارو اورګاډي يو ماشين لرونکی واحد نور نه لري، بلکې د ټرين په بېلو برخو کې ماشينونه لري. په چين کې تر ټولو ګړندی دا ډول اورګاډی فعال دی چې هارموني ورته وايي. په ۲۰۱۰ کال کې دغه اورګاډی په ساعت کې د ۴۸۶ کيلومترو په سرعت حرکت وکړ. د پکينګ او شانګهای تر منځ پکې تلونکې سپرلۍ نن سبا في ساعت د ۳۸۰ کيلومترو په سرعت لېږدول کيږي.
انځور: imago/UPI Photo د ټولو چټکو اورګاډو مور دا ده د عادي اورګاډو تر ټولو ګړندی مودل دغه فرانسوي ټي جی وي دی. هغه د ۱۹۸۱ کال راهيسې چليږي. د آی جی وي په نوم نوې بڼې يې په ۲۰۰۷ کال کې آن ۵۷۴ کيلومتره په ساعت کې سرعت خپل کړ. د ټي جی وي په شان اورګاډي په آلمان، بلجيم، بريتانيا، سويس او ايټاليا کې تګ راتګ کوي.
انځور: picture-alliance/dpa/C. Sasso د اورګاډو د چټکې ځغاستې لومړنی هېواد جاپان دی له فرانسې مخکې جاپان د شينکانسن په نوم يو ګړندی اورګاډی فعال کړی و. په ۱۹۶۴ کال کې د المپيک د دوبنيو لوبو پر مهال دغسې یو اورګاډی په ساعت کې ۲۱۰ کيلومتره تېز منډه وهله. نن سبا دغه اورګاډي په ساعت کې تر ۳۲۰ کيلومترو پورې چټک ځي راځي.
انځور: cc-by-sa/D A J Fossett په ۲۰۱۷ کال کې د آلمان د اورګاډو شرکت ته د «آي سي ای ۴» په نوم نوی مودل به اختيار کې ورکول کيږي، چې ۸۳۰ سيټونه او ۳۵۰ متره اوږدوالی به لري. خو نوی توب د لا ګړنديتوب په معنا نه ده. هغه به په ساعت کې د ۲۵۰ کيلومترو په سرعت ځي، خو د پخوا په پرتله به ډېره کمه انرژي مصرفوي.
انځور: picture-alliance/dpa/B. von Jutrczenka