1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
اقتصادمتحده عربي امارات

په دوبۍ کې ځيني بې وزله کسان له ماشينونو ډوډې ترلاسه کوي

۱۴۰۱ مهر ۶, چهارشنبه

د متحده عربي اماراتو په دوبۍ ښار کې ېوه بنسټ داسې ماشينونه لګولي، چې بې وزله افراد ورڅخه ځان ته وړيا ګرمې ډوډۍ را اخلي. دغه شتمن ښار چې په زرونو ميلیونران لري، د فقیرو هیوادونو له زيارکښو کارګرو مهاجرو څخه هم ډک دی.

په دوبۍ کې يو کس د وړيا ډوډۍ د ویش له یوه اتومات ماشین څخه د ډوډۍ اخیستلو پر مهال
په دوبۍ کې يو کس د وړيا ډوډۍ د ویش له یوه اتومات ماشین څخه د ډوډۍ اخیستلو پر مهال انځور: Karim Sahib/AFP

د وچې دښتې پر سر آباد شوی د دوبۍ شتمن ښار د خپلو نامداره لوړپوړو ودانيو سره سره خپل تقريباً ټول خوراکي مواد له بهر څخه واردوي او د اوکراین له جګړې سره پکې د موادو بېې او نور لګښتونه ډېر لوړ شوي دي.

تېره اوونۍ د دوبۍ ښار په سوپرمارکيټونو کې د ډوډۍ د ويش لس ماشينونه نصب شول. دغه ماشينونه په مختلف ډول وچې ډوډۍ لکه د ساندويچ ډوډۍ، پيتا برېئد (پاکستانۍ ډوډۍ) او هندوستاني پاستي په وړيا ویشي. دغه ماشينونو تج سکرین لرې چې خلک کولۍ چې هلته د خپلې خوښې ډوډۍ انتخاب او ګرمه ېې ترلاسه کړي.

دغه ماشينونه د پېسو ورکړې پرته د مالي مرستو مخصوص کريديت کارت د لوستلو وړتيا لري.

متحده عربي اماراتو د ویزې په قوانینو کې پراخ بدلون راوست

له نيپال څخه د بيګندر په نوم يو ځوان چې نه غواړي بشپړ نوم ووايي، د موټر مينځلو په يوه کارخانه کې کار کوي چې دغه ماشين ته راغلی دی. هغه وايي: «یو ملګري مې راته وويل چې دلته وړيا ډوډۍ ورکوي، همدې له پاره دلته راغلی یم.»

په لندن کې د هينلي اينډ پارتنرس په نوم د پانګوالو مهاجرو د مشورې دفتر اټکل کوي چې دوبۍ چې د نړۍ ۲۳م شتمن ښار دی، ۶۸ زره ميلیونران او ۱۳ ميليارډران لريانځور: picture-alliance/AP Photo/K. Jebreili

بيګندر وايي له تېرو درو کلونو راهیسې په دوبۍ کې د موټر مينځلو کار کوي چې د هر موټر د مينځلو په سر ۳ درهم چې د ډالرو معادل ۸۲ سينته کيږي ترلاسه کوي. هغه وايي په میاشت کې ۷۰۰ تر ۱۰۰۰ درهمه ګټي (۱۹۰ تر ۲۷۰ امريکايي ډالر) کيږي. دغه نيپالی ځوان وايي: «زما کارفرما سرپناه او ترانسپورت راکوي اما ډوډۍ نه.»

د وړيا ډوډيو د ویش دغه ماشینونه د يو بنسټ له خوا چې موسس ېې د دوبۍ حاکم، شیخ محمد بن راشد المکتوم دی، نصب کړل شوي دي.

د دغه بنسټ مشرې، زینب جمعه التميمي وويل: «نظريه دا ده چې اړمنو کورنیو او کارګر ته ورشو، مخکې له دې چې هغوی موږ ته راشي.»

متحده عربي امارات بهرنيانو ته پنځه کلني ویزې ورکوي

مېرمن التميمي زیاتوي هر څوک چې اړتیا لري اوس کولی شي له ماشينه يوازې د «ېوې تڼۍ په وهلو سره» ځان ته ګرمه ډوډۍ راوخلي.

په متحده عربي اماراتو کې نژدې ۱۰ میلیونه خلک ژوند کوي چې ۹۰ سلنه ېې بهرنيان دي چې په هغو کې ډيری ېې د افریقايي او اسیايي هیوادونو مهاجر کارګر دي. افغانستان هم یو له هغو هیوادونو څخه دی چې خلک ېې د کار او غريبۍ له پاره امارتو ته ورځي.

په متحده عربي اماراتو کې به نور شنبه او یکشنبه رسمي رخصتي وي

د وړيا ډوډيو د ویش دغه ماشینونه د يو بنسټ له خوا چې موسس ېې د دوبۍ حاکم، شیخ محمد بن راشد المکتوم دی، نصب کړل شوي ديانځور: Karim Sahib/AFP

بيګندر هم د ميلیونو نورو مهاجرو په څير له نيپاله دوبۍ ته د ېوې ښې راتلونکې جوړولو په هيله راغلی دی.

چارواکو په جولای میاشت کې د سوسیال مرستو د دوه برابره کولو اعلان وکړ، خو دغه اعلان یوازې د ګوتو په شمیر هغو امارتي کورنیو له پاره وو چې میاشتنی عوايد ېې له ۲۵ زره درهمو (۶۸۰۰ امریکايي ډالر) څخه ښکته وو کوم، چې بې وزله کورنۍ ګڼل کيږي. د مرستې په دغه پروګرام کې بهرنیان شامل نه دي.

فادي الرشيد يو اردنی سوداګر دی چې له شلو کلونو راهیسې په دوبي کې ژوند کوي. هغه وايي: «ډير خلک دي چې ټيټ عوايد لري او هغوی د انفلاسيون او د بېو د لوړيدو له کبله نور نشي کولی خپلې ټولې اړتیاوې پوره کړي.»

عربي امارات بهرنيانو ته د مالکيت محدوديت له منځه وړي

د ملګرو ملتونو سازمان د مهاجرت ادراې د رپوټ پر اساس، عربي متحده امارات د نژدې ۸ اعشاریه ۷ میلیونه مهاجرو کور دی چې اکثره ېې د هندوستان، بنګله ديش او پاکستان څخه دي.

په لندن کې د هينلي اينډ پارتنرس په نوم د پانګوالو مهاجرو د مشورې دفتر اټکل کوي چې دوبۍ چې د نړۍ ۲۳م شتمن ښار دی، ۶۸ زره ميلیونران او ۱۳ ميليارډران لري.

دلته زموږ له آرشیف څخه یو انځوریز البوم هم کتلۍ شئ

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب