1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغانستان پر مخ د پاکستان هوايي حریم پرانیستل کیږي

۱۳۹۸ خرداد ۲۲, چهارشنبه

د افغانستان د هوانوردۍ اداره وایي چې پاکستان ژمنه کړې چې په راتلونکو دوو ورځو کې به له افغانستان څخه هند ته د کیدونکو پروازونو پر وړاندې خپل هوایي حریم پرانیزي. یوه هوايي شرکت بیا ویلي چې لا هم کومه مشخصه ژمنه نه ده شوې.

Afghanistan Flugzeug Kam Air
انځور: picture-alliance/dpa

د هند او پاکستان تر منځ د پوځي ترینګلتیا تر رامنځ ته کیدو وروسته، پاکستان له افغانستان څخه هند ته تر سره کیدونکو هوایي پروازونو پر مخ خپل هوایي حریم وتړه. د پاکستان له لوري د هوایي حریم د تړل کیدو وروسته له افغانستان څخه هند ته د ټولو بهرنیو او داخلي هوایي شرکتونو الوتنې وځنډول شوې.

اوس د افغانستان د هوا نوردۍ خپلواکه اداره وایي چې پاکستان ژمنه کړې ده چې تر راتلونکو دوو ورځو یعنې د جون میاشتې تر ۱۵مې نېټې پورې له افغانستان څخه هند ته د الوتنو مسیر بیا پرانیزي. خو دا خبره لا روښانه نه ده چې آیا پاکستان به خپله دغه ژمنه عملي کړي که نه.

د افغانستان د هوا نوردۍ ادارې ویاند محمد قاسم رحیمي، له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل: «د پاکستان له لوري وروستنی یادښت چې موږ ته یې رااستولی دی، د جون میاشتې ۱۵مه ده. موږ هیله من یو چې له دغه تاریخ وروسته د افغانستان او هند هوایي پروازونو پر وړاندې لارې پرانیستل شي.»

د ښاغلي رحیمي په خبره دغه مشکل نه یوازې افغانستان ته، بلکه د سیمې هیوادونو ته زیات اقتصادي زیان اړولی دی: «له بده مرغه دغه ستونزه یوازې په افغانستان پورې محدوده نه ده، بلکه د سیمې ټول هیوادونه یې اغیزمن کړي ځکه د منطقې مسیر تغیر کړی.»

له افغانستان څخه هند ته د الوتنو له پاره د پاکستان لاره تر ټولو نزدې او ارزانه تمامیږي. افغانستان او هند د عادي مسافر وړونکو پروازونو سربیره سوداګریز پروازونه هم لري چې په دغو پروازونو کې سوداګریز توکې د هوایي دهلیز له لارې هند ته لیږدول کیږي.

پر دې سربیره، له افغانستان څخه ډیری مسافر د درملنې له پاره هند ته سفر کوي. د دغې هوايي لارې بندیدو هند ته د الوتنو او مسافرینو په شمیر کې کمښت راوستی دی.

د دغه مسیر بندیدو او له بدیلو او اوږدو لارو استفادې د افغانستان هوایي شرکتونو ته زیات مالي زیان هم اړولی دی. د خصوصي هوايي شرکت «کام ایر» مرستیال سلیمان عمر، وایي چې پاکستان د دغه مسیر د آزادیدو له پاره کومه مشخصه ژمنه نه ده کړې: «کومه خاصه ژمنه یې نه ده کړې چې حتما د دوو ورځو په موده کې به دغه مسیر پرانیستل شي، وروستۍ موده چې يې ټاکلې وه، د جون میاشتې دویمه وه. خو بیا وروسته یې وویل چې د جون میاشتې تر ۱۴مې نیټې دغه مسیر تړلی دی او بیا وروسته تاسو ته خبر درکوو.»

د کام ایر شرکت مسوولین وایي چې اوسمهال د یوه ساعت او څلویښتو دقیقو لاره په پنځه ساعته کې وهي او د لار د اوږدیدو په سبب د مسافرو شمیر چې زیاتره یې ناروغان دي پنځوس سلنه کم شو ي دي. هغه زیاتوي: «په اوونۍ کې اووه پروازه لرو په تیر وخت کې چې دغه لاره پرانیستې وه له ۳۰۰ څخه تر ۳۲۰ مسافر مو درلودل خو اوس د هغې کسر تر دې اندازه دی چې په مشکله ۱۵۰ مسافر پوره کولی شو.»

د افغانستان د هوا نوردۍ ملکي اداره وایي چې په دې هڅه کې ده چې هند ته د تاجیکستان او چین له لارې نوی مسیر وارزوي څو په راتلونکي کې د دغه ډول یوه مشکل د رامنځ ته کیدو په صورت کې نور انتخابونه هم موجود وي.

پاکستان وروسته له هغې د افغانستان د پروازونو پر وړاندې خپل هوایي حریم وتړه چې د هند د خپلې وینا له مخې په پاکستان کې یې د یوه ترهګرې ډلې یو کمپ بمبار کړ.

sr/ms

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب