تروريزم
په دوو ولایتونو کې ۱۱ امنیتي ځواکونه وژل شوي
۱۳۹۷ آذر ۲۱, چهارشنبهاعلان
د آلمان خبري آژانس د بدخشان د ولایتي شورا غړي ناجي نظري، له قوله ویلي دي چې د دغه ولایت په جرم ولسوالۍ کې پر یوه پوځي پوسته باندې د طالبانو په برید کې شپږ عسکر وژل شوي دي.
د نوموړي په خبره د تیري شپې په برید کې نور شپږ عسکر ټپیان شوي هم دي. د رپوټونو له مخې طالبانو په دغه ولایت کې چې تاجکستان ته نزدې پروت دی په وروستیو کې خپل فعالیت زیات کړی دی.
په عین وخت کې د هرات د ولایتي شورا غړي سردار بهادري، ویلي دي چې په غوریان ولسوالۍ کې پر یوه پوسته باندې د طالبانو په برید کې پنځه پولیس وژل شوي دي.
د نوموړي په خبره په دغه برید کې نور څلو پولیس ټپیان شوي او د پولیسو درې تنه افسران برمته نیول شوي دي.
په وروستیو وختونو کې طالبانو د امنیتي ځواکونو او حکومتي ودانیو باندي خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی.