1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په راتلونکو ټاکنو کي بياهم د کرزي چانس ډير دی

۱۳۸۷ بهمن ۲, چهارشنبه

په افغانستان کي د سياسي څيړنو انستيتوت تر يوې نظر پوښتني وروسته کښلي دي چي د ولسمشرۍ په راتلونکو ټاکنو کي بيا هم کرزی د نورو په پرتله د ټاکل کيدو ډير چانس لري...

د افغانستان جمهوررييس ښاغلی حامد کرزی
د افغانستان جمهوررييس ښاغلی حامد کرزیانځور: AP

داسي ويل کيږي چي په راتلونکي مني کي به په افغانستان کي د ولسمشرۍ ټاکني تر سره سي. چي په هغه کي ولسمشر کرزی بياهم خپل ځان کانديدوي او داسي ويل کيدل چي د کرزي اوسنۍ دورې ته په کتو سره به هغه ډير لږ چانس ولري چي ټاکني وګټي. ولي اوس ويل کيږي چي د نورو په پرتله اوس بيا هم د کرزي چانس ډيردی.

په دې اړه مو په سويډن کي د سياسي چارو د کارپو حبيب الله غمخور نظر و پوښتی.

غمخور: يو خو د انستيتوتونو لکه دغه د ډليزو رسنيو تحليل، تبصرې او نظرونه دي يو عيني واقيعتونه دي که سړی د افغانستان عيني واقيعتونو ته او د ښاغلي کرزي ددغه اووه کلن حاکميت ټول جريان ته دقيق او په بې پرې نظر متوجه سي او د هغه په پايله کي د افغانستان خلګو ته په رښتياسره داحق ورکړي چي په رښتيا سره یو چا ته رايه ورکړي. زه پدې باور يم چي پدغه دولت کي چي دي نه يوازي ښاغلی کرزی، بلکي دا نوره ټوله کابينه او پارلمان و دا چي ورسره دي يوبې هم و نه ګټي.

دويچه ويلي: ستاسي په نظر په افغانستان کي خو اوس د ولسمشرۍ و ټاکنو ته څو تنو ځانونه نومولي دي. لکه جلالي او غير رسمي اشرف غني احمدزی ددوی په پرتله د کرزي چانس ډير نه دی؟

غمخور: زه خپله تر اوسه پورې دې سوال ته يو جواب لرم هغه داچي تر اوسه پوري په افغانستان کي ديموکراسي هغه مرحلې ته نده رسېدلې چي د ولس د واک او ارادې له مخي دي ددوی مشرتابه و ټاکل سي. په افغانستان کي عملاً بهرنيان مسلط دي او هغوی نقش لري او تا طبعي ده. زه پدې باور يم هر هغه څوک چي د سپيني ماڼۍ او د هغې د بهرنيو پلويانو د هغه په راس کي د ناټو سازمان غړي هيوادونه د اروپا د سازمان غړي هيوادونو چي پر چا لاس کښېښودی هغه به د افغانستان راتلونکی ولسمشر وي. دغسي لکه په اروپا يا په نورو هيوادونو کي انتخابات کيږي داډول ټاکني په افغانستان کي نه سوي دي او نه به هم له بده مرغه په راتلونکو کي ولري.

دويچه ويلي: اوباما په خپله انتخاباتي مبارزه کي او هم افغانستان ته د سفر پر مهال پر افغان ادارې باندي نيوکي کړي وي. اوس چي هغه د امريکا د ولسمشر په توګه لوړه وکړه هغه پخوانی نظر به يې وي؟

غمخور: خبره داده چي په سياست کي يو انتخاباتي مبارزه ده يو هم کله چي سړی واک ته ورسيږي. او د کار مېز ته کښېني شرايط دي دا معمولاً فرق سره لري دا ځکه چي په انتخاباتي مبارزه کي سړی دونه مسوليت نه لري لکه کله چي د سړي پر اوږو باند دا مسوليت کښېښودل سي. او باما اوس هغه اوباما نه دی چي د امريکا په هيواد کي ښار په ښار ګرځېدی او د انتخاباتي مبارزې ترحي او شعارونه يې ورکول. اوس دادی ده د امريکا د يوه جمهوررييس ټول سياسي، حقوقي او نيظامي مسوليتونه دده پر اوږو کښېښول سول. زه فکر کوم چي دده له پاره به دا مشکله وي چي په افغانستان کي د کرزي يو بل بديل پيداکړي نو که چيري اوباما په افغانستان کي بل بديل ونلري نو د ښاغلي کرزي په دغه کاري ګروپ چي دا اوس يې لري زه فکر نه کوم چي دی دي د افغانستان روښانه جوړه کړي. په هغه صورت کي بايد د کرزي څخه هم د غوښتنو مطالبه لوړي کچي ته ورسيږي. کرزي هم په خپل ټول سياست کي د الف څخه تر يا پوري کاملاً تغير راولي نوې کاري ډله نوی کاري ګروپ او داسي يو دولت جوړ کړي چي په واقيعت کي و کولای سي چي د ولس و غوښتنو ته جواب ووايي. که دغه ډله دغه ښاغلی کرزی او داغه يې کورنی او بهرنی سياست وي او دا غه يې بې ځايه او بې ګټي مصلحتونه وي زما په نظر دا ملک د خرابۍ و خواته روان دی.

غمخور/ زيارمل

کتونکی: زيارمل

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب