په راتلونکو څو کلونو کي به د کیلو محصولات ډیر لږ سي
۱۳۹۸ شهریور ۱۵, جمعه![Milchshakes](https://static.dw.com/image/44276856_800.webp)
ساینس پوهانو په مسلکي مجله (Nature Climate Change) کي لیکلي دي، چي په راتلونکو څو کلونو کي به په دغو دوو هیوادونو کي د اقلیمي بدلونونو په وجهه د کیلو محصولات ډیر راکم سي. خو بیا په نورو هیوادونو، له هغې جملې څخه اکوادور او اندوراس کي چي د کیلو مهم صادرونکي هیوادونه هم دي او همدرانگه ځینو افریقايي هیوادونو کي د کیلو محصولات برعکس لوړ سي.
د بریتانیا د ایکسېتر له پوهنتون څخه د ساینس پوه، دانیل بېبر په مشرۍ یوه گروپ د کیلو تولیدونکو ۲۷ هیوادونو مختلف ارقام محاسبه کړي دي، لکه د هوا مساعده درجه، بارانونه او اقلیمي تغیرات.
د هغوی په خبره تر ټولو ډیر به په برازیل او کولمبیا کي د کیلو محصولات راکم سي. دوی زیاتوي چي: «موږ د کیلو پر ونو باندي د مختلفو ناروغیو او اقلیمي بدلونونو له تأثیراتو څخه ډیر اندیښمن یوو، کوم شي ته چي تر اوسه پوري هیڅ توجه نه ده، ورته سوې.»
همدا لږ وخت دمخه د کولمبیا د زراعت وزارت رپوټ ورکړ چي تر اوسه پوري یوازي په اسیا او افریقا کي رامنځته سوي د کیلو ناروغۍ ددغه پنځم کیلو تولیدونکي هیواد ډیر محصولات له منځه وړي دي.
گ.پ /ن.ز /آژانسونه