د ایسنا خبري آژانس د دوشنبې په ورځ (۲۰۲۵م کال د اپریل ۲۸) د رجايي د بندر د گمرک په حواله اعلان وکړ چي هغه وارد سوی باروړونکی موټر چې په بندر کې چاودنه پکښي وسوه او اور یې واخیست "لا تر اوسه په ګمرک کي نه وو په نخښه سوی."
د مقرراتو له مخې هر باروړونکی موټر چي بندر ته داخلیږي باید «په نخښه» سي. خو، د ایسنا په وینا، د هغه وارداتي باروړونکي موټر په اړه چي له امله یې د شنبې په ورځ (د می په ۲۶) د رجايي په بندر کې چاودنه وسوه او اور یې واخیست، چې لسګونه کسان یې ووژل او تر ۱۰۰۰ زيات پکښې ټپیان شول، له دغو مقرراتو څخه هیڅ یو هم په نظر کي نه ؤ نیول سوی.
د انځورونو او شواهدو له مخې د زیانونو کچه ډېره پراخه ده. د وژل سوو او ټپیانو پر لوړې شمیرې سربیره، چې دقیق شمیر یې لا تر اوسه معلوم نه دی، او د چاودنې اقتصادي عواقب، د سیمې خلک له جدي روغتیايي ستونزو سره هم مخامخ دي.
د سرې میاشتي ټولنې د مرستې او ژغورني ادارې مشر بابک محمودي، که څه هم اعلان وکړ چي اور لګېدنه تر کنترول لاندي ده، خو ویې ویل: "د چاودنو او اور لګېدنې له امله، یو څه خطرناک ګاز په هوا کې خپور سوی، په ځانګړې توګه د هغو کانټینرونو شاته چې دفترونه موقعیت لري، او د چټک پاکولو امکانات موجود نه دي."
هغه د اور په بشپړه توګه وژنې د ناکامۍ په اړه زیاته کړه چې "باد د دې سبب سو چي د اور د بیا لګیدو شاهدان واوسو."
د ایران خبري اژانسونه وايي چي په تیرو دوو ورځو کي د رجایي په بندر کې د اور وژنې تر عملیاتو وروسته، "اوس په بندر کي د اور د مهارولو کار روان دی." داسي ادعا هم سوې ده چي په دغه بندر کي "ټولې ګمرکي پروسې" "بیارغول سوي" دي او سوداګري "عادي پروسې" ته ګرځېدلې ده، او "د صادراتو، وارداتو او ټرانزیټ" په شمول "ټولې ګمرکي پروسې، آماده سوي دي.
له څو ورځو راهیسې د کاناډا په ځنګلونو کې تر زرو زیاتو ځایونو کې اور لګېدلی او په دغه هیواد کې چارواکو بیړنی حالت اعلان کړی او په ټول هیواد کې د اور وژنې ډلې ځای پر ځای شوي دي.
انځور: Darryl Dyck/The Canadian Press/ AP/dpa/picture alliance
کاناډا
اور په چټکۍ سره په ځنګلونو کې خپریږي او د هغو سیمو پر لور حرکت کوي چیرې چې انسانان ژوند کوي. حکومت اړ شوی چې له خطر سره مخ سيمو د خالی کولو امر صادر کړي.
انځور: Darryl Dyck/The Canadian Press/ AP/dpa/picture alliance