په روزگان کي چاودني لس کسان وژلي دي
۱۳۹۱ آذر ۹, پنجشنبهاعلان
د روزګان ولايت په دهراوت ولسوالۍ کي د سړک د غاړي يوې چاودني لس کسان وژلي دي. د ولايتي وياند عبدالله همت په وينا په وژل سوو کسانو کي ښځي هم شاملي دي. هغه زياته کړې ده چي دغه پېښه هغه وخت رامنځته سوه کله چي د ملکيانو يو موټر پر ماين وختی. ويل سوي دي چي دغه کسان له حج څخه راغلي يوه کس ته د حج مبارکۍ ته روان ول. په پېښه کي د اتو کسانو د ټپي کېدو خبره هم سوې ده.