د روسیې پلازمېنې مسکو ته څېرمه په پرته يوه کارخانه کې حلال «ساسيج» جوړيږي چې له يو څه مودې راهيسې یې کاروبار مخ پر کمېدو دی. خو د دې علت د روسیې سسته اقتصادي وده نه بلکې د حلالو توکو په کاروبار کې شاملیدونکي نوي شرکتونه دي چې شمير یې ورځ تر بلې زياتيږي.
د روسیې د ټول نفوس ۱۵سلنه برخه مسلمانان دي چې شمیر یې د هرې ورځې په تیريدو سره ډېريږي. د فرانسې خبري آژانس د يوه رپوټ په حواله ښايي همدا وجه وي چې په روسيه کې د حلالو توکو جوړونکو شرکتونو شمیر هم زياتيږي او د ځينو شرکتونو کاروبار خو آن دومره پراخ شوی دی چې اوس د خپلو توليداتو پر صادرولو هم غور کوي.
ارسلان غزاتولين له اوو کلونو راهيسې په سچيولکوفر ښار کې د ساسيج په يادې کارخانه کې چې له حلالې غوښي څخه ساسيج او نور شيان تیاروي، کار کوي. شل کاله تر مخه چې کله دا توليد ځای جوړ شوی وو نو د خپل ډول د يو څو کارخانو څخه وو. په دې کارخانه کې روسي ډوله ساسيج د اسلامي مقرراتو په رڼا کې او له حلالې غوښې څخه جوړيږي.
د غزاتولين په حواله «په تېرو څوو کلونو کې په ټوله روسيه کې د حلالو شيانو توليد ډېر شوی دی.» د هغه په خبره اوس چې يوې مغازې ته ورځي نو د ډېرو شرکتونو ساسيج يا نور حلال شيان پکښې موندلی شي.
په ټوله نړۍ کې د حلالو توکو د صنعت لگښت ۲،۱ تريليون ډالر دی چې په دې کې پر خوراکي توکو سربیره د آرايش د لوازماتو صنعت هم شامل دی.
په روسيه کې د مفتيانو د ټولنې تر نظارت لاندې يوه اداره د حلالو کاروبارونو له پاره جوازونه ورکوي. دغه ادارې له ۲۰۰۷م کال راهيسې تر اوسه تر دوه سوه زياتو شرکتونو ته لايسنسونه ورکړي دي. هر کال په دې برخه کې د پنځوو تر اوو پورې نوي شرکتونو په کاروبار لاس پوري کوي.
په روسيه کې د مفتيانو د ټولنې مرستيال مشر رشحان ابياسوو له فرانسې خبري آژانس سره په خبرو کې وويل چې د روسیې د زراعت وزارت د دې کار ملاتړ کوي. علت یې دادی چې دغه وزارت غواړي عربي هېوادونو ته د حلالو توکو صادرات پېل شي. په روسيه کې دمگړۍ د حلالو توکو د صنعت ټول لگښت ۱۱۰ ميليون ډالر دی او هر کال له لسو تر پنځلسو فيصدو وده کوي.
B.S/N.Z (AFP)
زموږ له آرشيف څخه:
د مسلمانانو له پاره لس بهترين هیوادنه
سږ کال «ګلوبل اسلامک انډیکس» د نړۍ په ۷۳ هیوادونو کې د حلال اقتصاد، خوراک، سفر، درمل، سینګار او رسنیو وضعیت تر ارزونې وروسته یوه درجه بندي کړې. د مسلمانانو له پاره لس په زړه پوري هیوادونه په دې انځوریز رپوټ کې لیدلی شئ.
انځور: Imago/J. Jeskeمالیزیا سږ کال هم په دې درجه باندۍ کې د ۱۲۱نمرو په ترلاسه کولو سره د دې لیست په سر کې ځای نیولی دی. د «اسلامي اقتصاد» له اړخه هم دغه هیواد د ۱۸۹ نمرو په ترلاسه کولو سره لومړی مقام او د حلال سفري امکاناتو، حلال درملو او سینګار د وسایلو په حواله یې د شوې درجې بندۍ پر بنسټ په دویم مقام کې ځای نیولی.
انځور: Imago/imagebrokerمتحد عربي امارات په۸۶ نمرو سره د مسلمانانو له پاره دویم بهترين هیواد ګڼل شوی دی. د ۲۰۱۶ او ۲۰۱۷م کلونو د اقتصاد شاخص له پلوه دغه هیواد دویم مقام ترلاسه کړی دی. په داسې حال کې چې د حلال خوراک، حلال سفر، ښایسته فیشن له درکه یې لومړی مقام ترلاسه کړی دی.
انځور: picture-alliance/Kai-Uwe Wärnerبحرین په ۶۶ پوينټونو سره د ګوبل اسلامک انډکس یا شاخص په حواله په دریم مقام کې ځای نیولی. د اسلامي اقتصاد له پلوه هم په دریم مقام کې دی. دغه هيواد د حلال خوراک له پلوه په ۹ نمبره کې دی.
انځور: Getty Images/AFP/J. Eidسعودي عربستان په مجموع کې په ۶۳ بمرو سره په دې طبقه بندې کې په ۴ نمبر کې ځای نیولی. دغه هیواد د ښه فیشن او او تفریح له پلوه په لومړیو لسو هیوادونو کې نه دی شمیرل شوی.
انځور: picture-alliance/dpa/SPAد «ګلوبل اسلامک اکنومک انډیکس» په حواله د سعودي عربستان ګاونډی هیواد عمان په ۴۸ نمرو سره په پنځم مقام کې ځای نیولی دی. خو د ښاېسته فیشن او تفریح له پلوه دغه هیواد هم لکه د سعودي په شان په لومړیو لسو هیوادونو کې نه دی شامل.
انځور: picture-alliance/dpaپاکستان په دغه شاخص کې د ۴۵نمرو په ترلاسه کولو سره په شپږم مقام کې ځای نیولی. تیر کال دغه هیواد په پنځم مقام کې ځای لاره. د تهامسن رویټرز له خوا په جوړ شوي دې رپوټ کې راغلي چې په پاکستان کې د اسلامي اقتصاد په اړه اګاهي مخ پر ډیریدو ده. د حلال خوراک له پلوه پاکستان په دریم مقام کې ځای لري. خو د حلال سفر، ښایسته فیشن او تفریح له پلوه پاکستان هم په لومړيو لسو هیوادونو کې نه دی شامل.
انځور: picture-alliance/dpa/T.Koeneخلیجې هیواد کويت په دې ردجه بندۍ کې په شپږم مقام کې ځای نیولی دی. د اسلامي اقتصاد په برخه کې په۵۱نمرو سره کویت له عمان هیواد سره په ګډه پنځم مقام ترلاسه کړی دی.
انځور: picture-alliance/AP Photoپه دې درجه بندۍ کې قطر اتم مقام خپل کړی دی. د تیلو د زیرمو لرونکی دغه غني هیواد د اسلامي اقتصاد او حلال خوراک په برخه کې ښه نوم ګټلی او د سعودي عربستان برعکس د دغه لیست په لومړیو لسو هیوادونو کې شامل دی.
انځور: imago/imagebrokerاردن د «ګلوبل اسلامک اکنومک انډکس» له خوا د ترسره شوي سروې پر اساس د ۳۷نمرو په ترلاسه کولو سره په نهم مقام کې ځای نیولی. د حلال سفر او حلال درمل او همدارنګه د سنګار د سامان الاتو له اړخه اردن مخکې دی، خو پکښې د حلالو خوړو د شتون له پلوه اردن هم په لومړیو لسو هیوادونو کې نه دی شامل.
انځور: picture-alliance/blickwinkel/F. Neukirchenاندونیزیا په ۳۶ نمرو سره په لسم مقام کې ځای لري. د اسلامي اقتصاد، حلال خواړو او سفر په اساس د انډونیزیا فعالیت ښه ارزول شوی دی. خو د ښایسته فیشن او تفریح په حواله د ځينو نورو اسلامي هیوادونو په څیر دومره په زړه پوری نه دی.
انځور: Getty Images/AFP/A. Berryاروپایې هیوادونه ښایسته فیشن او حلال تفریح په برخه کې
د ګلوبل اسلامک اکنومک انډکس په حواله د تفریح په برخه کې بریتانیا پنځم نمبر، فرانسې اووم او آلمان اتم مقام ترلاسه کړی دی. د ښایسته فیشن په برخه کې ایټالیې پنځم او فرانسې ۷ مقام ترلاسه کړی دی.
انځور: Getty Images/AFP/A. Johnson