له قزاقستان سره پر پوله د اورنبورګ سیمې په اورال کې د والي دینس پاسلر مطبوعاتي دفتر د شنبې په ورځ وویل چې د ۱۱۰۰ ماشومانو په ګډون شاوخوا ۴۴۰۰ کسان امنو سیمو ته لیږدول شوي دي.
د نوموړي په وینا په دې سیمه کې تر ۶۰۰۰ ډېر کورونه «تر اوبو لاندې» شوي.د بند د نړیدو له امله قزاقستان کې هم د زیانونو رپوټونه ورکړل شوي دي.
د روسیې چارواکو په وینا، د بند له نړیدو مخکې دغې سیمه کې شدید باران هم شوی و.
روسیې د اورسک په ښار کې د جمعې د ورځې د بند د نړېدو په اړه د «بې پروايي او د ودانیز خوندیتوب مقرراتو څخه د سرغړونې» په تړاو جنایي قضیه پرانیستې ده.
د سیمه ایېز ښاروال د دفتر په وینا، د اورسک ښار ادارې ته د مارچ په میاشت کې «د طبیعي او مصنوعي بیړنیو پیښو په وړاندې د نفوس او سیمو د ساتنې پورې اړوند قوانینو څخه سرغړونې» په تړاو خبرداری ورکړل شوی و.
د کرملین په وینا، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د خپل بیړني حالت له وزیر الکساندر کورنکوف څخه غوښتنه کړې چې د پیښې د ځای ارزونه وکړي.
د چارواکو په وینا په ټوله سیمه کې وضعیت ستونزمن دی.
سیمه کې تر ۶۰۰۰ ډېر کورونه «تر اوبو لاندې» شوي.انځور: Administration of the city of Orenburg/AP/picture alliance په همدې اساس د اورسک په نیمه ویجاړ شوي بند کې د اورال سیند د اوبو کچه ۹،۶مترو ته رسیدلې ده. سره له دې چې دغه بند یوازې ۵،۵ مترو ابو له پاره جوړ شوی دی .
ښاروال سرګي سالمین وویلي چې په اورنبورګ کې به د اوبو کچه لوړه شي. دغه راز اعلان شوی چې د خطر په سیمه کې پاتې خلک باید «ژر» سیمه پریږدي.
که څوک دغه خبره نه مني په زور به ویستل کیږي.
د روسیې د بېړنیو حالاتو وزارت ویلي، تر ۵۰۰ ډېر ژغورونکي په سېلاب ځپلو سیمو کې ځای پر ځای شوي او تمه ده چې ډېر ژر به نور هم واستول شي.
د سیمې د والي پاسلر په وینا، ایستل شوي کسان په بیړنیو سرپناو کې ځای پر ځای شوي دي. نوموړي له زیانمنو سره د مالي مرستو خبره هم کړې. د اورنبرګ ښار په مرکز کې زیان «د پام وړ» دی.
قزاقستان کې هم د واورې د اوبه کیدو له امله سیلابونه راغلي دي .
د قزاقستان ولسمشر قاسم جومارت توکایف دغه سیلابونه په تیرو ۸۰ کلونو کې په قزاقستان کې بدې طبیعي بلاوې بللی دی.
نوموړي ویلي : «د هېواد په لسو سیمو کې د فاجعې حالت اعلان شوی دی.»
انځورونه: په ايټاليا کې سېلابونو تلفات اړولي
په ايټاليا کې طوفان او سېلاب د لسو کسانو ژوند اخيستی او په يو شمیر ښارونو کې اوس هم اوبه ولاړې دي. د نورو طوفانونو او ځمکې ښوېدنې د احتمال له کبله د آلمان د بهرنيو چارو وزارت ايټالیا ته د سفر په اړه خبرداری جاري کړی دی. انځور: Alessandro Mazza/Fotogramma/IPA/abaca/picture alliance د آلمان د بهرنيو چارو وزارت د ايټالیا هغو سيمو ته د سفر په اړه خبرداری جاري کړی دی چې تر سختو اورښتونو وروسته د سېلابونو او ځمکې ښوېدنې له کبله اغیزمنې شوي دي. په دې منځ کې د تلفاتو شمیر هم لوړ شوی دی. تر اوسه د لسو کسانو د مړينې خبر ورکړل شوی دی.
انځور: Igor Soban/PIXSELL/picture alliance د ايټالیا په ځينو برخو کې د سېلابونو او ځمکې ښوېدو خطر دی. د آلمان د بهرنيو چارو وزارت خبرداری ورکړی دی چې د ايټالیې د مرکزي او جنوبي سيمو په ګډون په ټولو ساحلونو کې طوفانونه راتللی شي. وزارت په ځانګړي توګه هغو مسافرينو ته د احتياط سپارښتنه کړې چې په ایميليا – روماګنا او سيسل سيمو کې دي.
انځور: Alessandro Mazza/Fotogramma/IPA/abaca/picture alliance د ځمکې ښوېدنې د کابو ۱۰۰ پېښو رپوت ورکړل شوی دی. د ايميليا - رومانګا په اغیزمنه سيمه کې ۱۰ زره اوسيدونکي مجبور شوي خپل کورونه پريږدي.
انځور: ANDREAS SOLARO/AFP تر سختو اورښتونو وروسته د ايټاليا د اميليا – رومانګا او مارکه سیمو کې سخت سېلابونه راغلي. ۲۱ سيندونه دومره ډک شول چې اوبه یې له څنډو واوښتې او ۳۶ ښارونه او ښارګوټي سېلاب لاندې کړل.
انځور: Alessandro Mazza/Fotogramma/IPA/abaca/picture alliance د سيمې اوسيدونکو ته خبرداری ورکړل شوی دی چې د خپلو کورونو او اپارتمانونو تکاويو او د ځمکې منزلونو ته دې په هیڅ صورت کې نه ورځي. ډیرو اوسيدونکو د کورونو پاسنيو پوړونو او بامونو ته په تللو سره خپل ژوند ژغورلی دی.
انځور: Claudia Greco/REUTERS د بندو پاتو شويو کورنيو ژويو سره مرسته د ايټاليا پوځ او ساحلي پوليس هم د ژغورنې په عملياتو کې برخه اخلي. د سيمې اوسيدونکي او له ځينو کورونو څخه د هغوی کورني ژوي په ځينو قضيو کې د څرخي الوتکو له لارې وژغورل شول.
انځور: Claudia Greco/REUTERS ژغورونکي او د سيمې اوسيدونکي ورځ او شپه بوخت دي څو خلک خوندي ساحو ته انتقال کړي. ماشومان او زاړه کسان د ژغورونکو له خوا پر اوږو او يا په بادي کښتيو کې خوندي ساحو ته انتقال شول.
انځور: Jennifer Lorenzini/REUTERS خلک اوس هم لادرکه دي. د ايټالیا د اطفایې خدماتو اعلان کړی دی چې د راوينا، فورلي، چزنا، راميني او بلونګا ایالتونه او په ځانګړي توګه د فاينستا، چزنا او فورلي ښارونه ډېر اغیزمن شوي دي. د ملکي دفاع ادارې له خلکو غوښتي چې په راتلونکو ورځو کې دې هم له ډېر احتياط څخه کار واخلي.
انځور: Alessandro Mazza/Fotogramma/IPA/abaca/picture alliance
nk, si,zn,aa (afp)