1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په ریاض کې د غزې او لبنان پر وضعیت د اسلامي هیوادونو کنفرانس

۱۴۰۳ آبان ۲۱, دوشنبه

دغه کنفرانس د سعودي عربستان له خوا رابلل شوی دی. یو کال مخکې هم سعودي عربستان دغه هیوادونه را بللي ول چې د غزې د جګړې د ختمولو له پاره پکې څو کمېټۍ جوړې شوې، خو تر اوسه پورې یې د هیڅ اقدام نتیجه معلومه نه شوه.

د سعودي په پلازمېنه کې په ۲۰۲۳م کال کې د عرب لیګ سرمشریزه
یو کال مخکې هم سعودي عربستان دغه هیوادونه د غزې پر موضوع د بحث له پاره را بللي ولانځور: Mustafa Kamaci/Anadolu/picture alliance

د سعودي عربستان د سرچینو په حواله په دې «سرمشریزه کې به د فلسطین د اشغال شوې سیمې او په لبنان کې د اسرائیل د مخ پر زیاتیدونکي یرغل په اړه غور او بحث وشي.»

د سعودي د رسمي خبري آژانس «ایس پي ای» په حواله د اسلامي هیوادونو د سرمشریزې مهم لومړيتوبونه د اسرائیل د یرغل مخه نیول، د اتباعو ساتنه، د فلسطین او لبنان ولس ته د مرستو رسول، د دریځونو وحدت او پر نړیوالې ټولنې فشار واردول شامل دي، څو په سیمه کې د روان زور زیاتي د ختمولو او هلته د اوږدمهاله امنیت او ثبات په برخه کې پریکړه اقدامات ترسره شي.

د سرچینو په حواله د سعودي عربستان، اردن، مصر، قطر، ترکیې، اندونیزیا او فلسطین د بهرنیو چارو وزیران، د عرب لیګ او د اسلامي همکاریو سازمان مشر په ګډه په غزه کې د اسرائیل د یرغل د مخنیوي او باثباته امنیت ته د رسېدلو له پاره په نړیواله کچه د بیړنیو اقداماتو ترسره کول د پیلولو اراده لري.

دغه سرمشریزه څومره مهمه ده؟

د بحران نړیواله ډله (تهنګ ټینګ انیشنل کرائسس) کې د فارس خلیج د چارو شنونکې اینا جیکب وایي چې د تیر کال برعکس به په ننني کنفرانس کې د ګډون کوونکو مشرانو په ذهن کې د امریکا د منتخب ولسمشر په توګه د ډونالډ ترمپ د بیا راتګ خبره ضرور راځي. هغې وویل: «دغه سرمشریزه د سیمه ایزو مشرانو له پاره د ترمپ راتلونکي حکومت ته د اشارې ورکولو له پاره ښه چانس دی چې هغه د امریکا د لومړيتوبونو په برخه کې څه غواړي.»

د فلسطین د خپلواکمنې ادارې مشر محمود عباس د عرب لیګ (OIC) د تیر کال په غونډه کېانځور: Saudi Press Agency/Newscom/picture alliance

«دا پيغام به په ممکنه ډول د خبرو اترو، کشمکش د کمولو او په سیمه کې د اسرائیل د پوځي عملیاتو د ختمولو په هکله وي.»

په برمنګهم پوهنتون کې د سعودي د سیاسي چارو کارپوه عمر کریم وایي چې ریاض حکومت به د دوشنبې ورځې دغه غونډه د ترمپ راتلونکي ټیم ته د اشارې ورکولو له پاره استعمال کړي چې سعودي عربستان یې یو قوي شریک دی.

نوموړي وویل پيغام دا دی چې ترمپ «د مسلمانو هیوادونو د نماینده په توګه پر سعودي عربستان باور کولی شي.» او دا چې «که تاسې د امریکا ګټې زیاتول غواړئ، نور سعودي عربستان له پامه نه شئ غورځولی.»

تیر کال په اکتوبر میاشت کې د اسرائیل په سویل کې د حماس له ترهګریز برید سره، چې په پایله کې يې ۱۲۰۶ کسان ووژل شول، د غزې جګړه پیل شوې ده. د اسرائیل په ځوابي پوځي عملیاتو کې په غزه کې د روغتيايي چارواکو په خبره تر ۴۲ زره زيات انسانان وژل شوي دي چې اکثره یې ملکيان دي.

په لبنان کې د حزب الله ډله چې د حماس په شان د ایران له ملاتړه برخمنه ده، د اکتوبر د اوومې له بریدونو وروسته پر اسرائیل بریدونه شروع کړل. د روان کال د سپټمبر مياشتي په پای کې د سرحد دواړو غاړو ته د بریدونو دوامداره تبادله ډېره شوه چې تر هغه وروسته اسرائیل پر لبنان هوایي بریدونه زیات کړل او سویلي لبنان ته یې خپل ځمکني ځواکونه هم واستول.

په دې جګړه کې د بایډن حکومت د اسرائیل تر ټولو مهم متحد پاتې شوی دی.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ز

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب