1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په زابل کي ۱۵ پولیس د وسله والو طالبانو په برید کي ووژل سول

۱۳۹۹ خرداد ۱۶, جمعه

یوه امنیتي سرچینه چي نه غواړي نوم يې خپور سي المان ږغ (دویچه ویله) ته وویل نن سهار د کابل کندهار پر لویه لار د مرکز کلات اړوند د (جلدک) په سیمه کي د وسله والو طالبانو په برید کي ۱۵ پولیس وژل سوي دي.

Afghanistan Konflikt zwischen NATO Soldaten und ANA Streitkräften
آرشيفانځور: Reuters/Parwiz

د سرچینې په قول، پولیس په یاده سیمه کي د ګزمې لپاره راوتلي وو، چي د وسله والو طالبانو له برید سره مخامخ سول.

ویل کیږي،چي د پولیسو ۲ عرادې هاموي موټرونه هم سوځول سوي دي.

سرچینه زیاتوي، وسله والو طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده، مګر کره شمیره ورسره نه سته.

تراوسه وسله والو طالبانو په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

دابرید په داسي حال کي کیږي، چي په دې وروستیو کي د وسله والو طالبانو او افغان  دولت لخوا د بندیانو د ازادېدو لړۍ روانه ده او نژدې ۲۰۰۰ طالب بندیان له بګرام او نورو محبسونو څخه د ولسمشر اشرف غني د ځانګړي فرمان له مخي خوشي سوي دي.

یوشمیر سیاسي شننونکي په دې باور دي، چي خوشي سوي طالبان اکثره د جګړې سنګرونو ته ځي، نو همداسبب دی، چي د هیواد په یوشمیر ولایتونو کي د وسله وال طالبانو بریدونه زیات سوي دي.

تیره ورځ په کندهارکي د ښځو لاریون کي هم میرمنو له دواړو غاړو وغوښتل،چي د جګړې پرځای دي په رښتیا د سولي بین الافغاني خبرو ته کښېني.

د افغانستان د ملي امنیت مسؤلین وايي، لا تراوسه د طالبانو د خوشي کولو د بهیرلپاره له قطر څخه د طالبانو استازي په کابل کی دي.

محمد ابراهیم سپيڅلی

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل