1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«په زابل کې څاه ته لویدلی ماشوم مړی شوی»

۱۴۰۰ بهمن ۲۹, جمعه

د طالبانو ویاند د ټویټر په یوه پیغام کې لیکلي دي چې په زابل ولایت کې څاه ته لویدلی ماشوم پر رایستل کیدو سربیره مړ شوی دی. د دغه ماشوم د ژغورولو له پاره څو ورځې هڅې روانې وې.

Marokko | fünfjähriges Kind in Brunnenloch | Rettungseinsatz in Chefchaouen
آرشیف انځورانځور: Thami Nouas/REUTERS

د حیدر په نوم دغه ماشوم څو ورځې دمخه یوه څاه ته لوېدلی وو. په ټولنیزو رسنیو کې د هغه د ژغورنې په هکله ډیر پیغامونه نشریدل او د هغه د رایستلو او مړیني په هکله ضد او نقیض رپوټونه خپریدل. خو د جمعې په ورځ د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د ټویټر په یوه پیغام کې لیکلي دي چې «د تازه راپورونو له مخې په زابل کې څاه ته لویدلی مشاوم حیدر، سره له دې چې له څاه څخه راوایستل شو، خو وفات شو.»

تر دې دمخه هغه په یوه بل پیغام کې لیکلي ول چې «په زابل ولایت کې څاه ته لوېدلی ماشوم له څاه څخه راوایستل شو. د ماشوم د صحت په اړه طبي عمله لاس په کار ده چې ماشوم وژغورل شي.»

د طالبانو یوه بل ویاند احمد الله وثیق هم د دغه ماشوم مړینه تائید کړې ده. په زابل کې د طالبانو یوه بل چارواکي په یوه ویډیوي پیغام کې ویلي دي »نن مو د هغه جسد ترلاسه کړ.«

ژغورنې عملې درې ورځې کار وکړ څو دغه ماشوم له څاه څخه راوباسي. د حیدر په نوم دغه ماشوم د سه شنبې په ورځ څاه ته لویدلی وو. تر دې څو اوونۍ دمخه په مراکش کې په ورته یوه پيښه کې د یو ماشوم د ژغورولو له پاره څو ورځې هڅې شوې وې، خو په پای کې دغه ماشوم هم له څاه څخه مړ راوایستل شو.

د زابل د پولیسو ویاند ذبیح الله جوهر د فرانسې خبري آژانس ته د جمعې په سهار وويل: «د ژغورنې عملیاتو ټوله شپه ادامه درلوده.» خو هغه یادونه کړې وه چې د ژغورنې هڅې له نوې خنډونو سره مخامخ دي او د نورو کیندنې مخه یې نیولې ده.

هغه اندیښنه ښوولې وه چې ښایي خاورې او دوړې پر ماشو وروغورځي او احتمالا هغه له لاسه ورکړو «نو له دې کبله په ډیر احتیاط کار کوو.»

د ماشوم نیکه ۵۰ کلن حاجي عبدالهادي د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي چې دغه ماشوم هغه مهال څاه ته ولوید چې له نورو خلکو سره یې د یوه بل څاه د کیندلو له پاره مرسته کوله. د ځایي چارواکو په وینا ماشوم د څاه بیخ ته چې ۲۵ متره ژوروالی لري لویدلی وو. ویل شوي دي چې دغه ماشوم په څاه کې تر بند پاتې کیدو دمخه د یوې رسۍ په واسطه لس متره لوړ راخیژول شوی وو.

په ټولنیزو رسنیو کې د پنجشنبې په ورځ په یوه خپره شوې ویډیو کې لیدل کیدل چې ماشوم په څاه کې بند پاتې دی خو لاسونه یې خوځولی شول.