1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

برلين: د کرونا په تړاو د مېرکل حکومت پر ضد مظاهرې وشوې

۱۳۹۹ مرداد ۱۲, یکشنبه

په زرونو آلمانيانو په پلازمينه برلين کې د کرونا وبا پر وړاندې له حکومتي اقداماتو سره مخالفت ښکاره او اعتراضونه يې وکړل. دغه مظاهرې د ښي اړخو افراطي ګوندونو له خوا په لاره اچول شوې وې.

Deutschland Demonstration gegen Corona-Maßnahmen in Berlin
انځور: picture-alliance/dpa/C. Soeder

د آلمان پلازمينه، برلين ښار، د شنبې په ورځ (د اګست لومړۍ) د داسې مظاهرې شاهد وو چې ګډونوال يې د کرونا وبا پر وړاندې د حکومت د مبارزې له څرنګوالي سره مخالف ول.

د آلمان د پوليسو په وينا، په دغو مظاهرو کې له ټول آلمان څخه راغلو شاوخوا ۲۰ زره کسانو برخه اخيستې وه.

د «آلمان له پاره بديل ګوند» او د «آلمان ناسيونال دموکرات ګوند» په څير د آلمان ښي اړخو افراطي ډلو له لوري، دغو مظاهرو کې د ګډون بلنې ورکړل شوې وې.

د ګډونوالو شکايت

دا چې اعتراض کونکي د ماسکونو او نورو روغتيايي سپارښتنو پرته، پر واټونو روان ول، پوليسو د څو پر له پسې خبرداريو وروسته تصميم ونيوه چې د اعتراضونو د ادامې مخه يې ونيسي.

د برلين د پولیسو وياند وويل چې په دغو مظاهرو کې د ګډون کولو اصلي بلن ورکونکي پر ضد يو شکایت تنظيم شوی دی. هغه کسان چې د کرونا وبا پر وړاندې د حکومتي اقداماتو پلوي کوي، وايي چې مظاهره کونکو د لازمو روغتيايي سپارښتنو په نه رعايت سره د کرونا ويروس خپريدو ته لاره هواره او دې سره يې د آلمانيانو روغتيا له خطر سره مخ کړې ده.

پوليسو همدا ډول د هغو اعتراض کونکو فلمونه اخیستي چې لازمو کرونايي سپارښتنو ته يې اهميت نه دی ورکړی او د دې احتمال هم شته چې پر وړاندې يې شکايت وشي.

دويچه ويله ف/م.ک.ص./م.ن.ص.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب