1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په زرونو افغانان په آلمان کې له کورنیو سره د الحاق په تمه دي

۱۴۰۰ آذر ۲۹, دوشنبه

کابو ۶۰۰۰ افغانان دې ته په تمه دي چې په آلمان کې له خپلو کورنیو سره د یو ځای کیدو له پاره ویزې ترلاسه کړي. په دسمبر میاشت کې دغه شمیر څه کم ۴۰۰۰ کسانو ته رسیده.

Deutschland Asylsuchende
انځور: picture-alliance/dpa/B. Thissen

د آلمان د بهرنیو چارو وزارت د دغه هيواد په پارلمان کې د کیڼ اړخي ګوند له لورې د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي دي چې د هغو افغانانو شمیر چې غواړي په آلمان کې له خپلو کورنیو سره یو ځای شي کابو شپږ زره دی. دغه معلومات د فونکه رسنیزې ډلې ترلاسه کړي دي.

د دغو معلوماتو له مخې د دسمبر میاشتې په لومړیو کې د هغو افغانانو شمیر چې غوښتل یې په آلمان کې له خپلو کورنیو سره یو ځای شي او په اسلام آباد کې یې د آلمان په سفارت کې د ویزې له پاره د یوه وخت د ترلاسه کولو غوښتنه کړې، ۳۸۸۹ کسانو ته رسید.

زیاته شوې ده چې پر دې سربیره په نوي ډيلي کې په عین وخت کې ۱۸۱۸ افغان کورنيو راجستر شوي چې د کورنیو الحاق غواړي او په سفارت کې د یوه وخت د ترلاسه کولو له پاره هیله من دي. په دې ترتیب ۵۷۰۷ افغانان په دغه لېست کې شامل دي چې د کورنیو سره یو ځای کیدل غواړي.

لکه څرنګه چې د آلمان د بهرنیو چارو وزارت خبر ورکړی دی، چې د وخت د اخیستو او راجستر کیدو په پروسه کې ښایي ځیني نومونه دوه وارې ثبت شوي وي، نو له دې کبله اټکل کیږي چې د راجستر شوو کسانو په پرتله د اصلي کسانو شمیر به کم وي.

د کیڼ اړخې ګوند سیاستوالې ګوکی اکبلوت، دغه رسنیزې ډلې ته ویلي دي چې «په افغانستان کې [د کورنیو] اړونده کسان زیات انتظار نه شي کولی. د طالبانو ډار او د لوږې خطر انتهایي ګواښوونکي دي.» پر دې سربیره د آلمان پارلمان دغې سیاستوالې د ویزې د پروسې پر اوږده بهیر هم نیوکې کړي دي. اکبلوت د دې علت په سفارتونو کې د کارکوونکو کمښت يادوي. هغې زیاته کړې «که چیرې د ویزې د ورکړې بهیر په اوسني سرعت ادامه ومومي، نو دا به کلونه وخت ونیسي چې ټولو درخواستونو ته رسیدګي وشي.» هغې ویلي دي چې دا چار د منلو وړ نه ده.

زموږ له آرشیف څخه: 

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب