د ايټاليا په پلازمينه روم ښار کې په زرونو خلک واټونو ته راوتلي تر څو د حکومت د مهاجرت سياست پر ضد مظاهرې وکړي. ښي اړخو او د توکم پرستۍ مخالفانو، پر واټونو له ځانه سره داسې پلاکاټونه ليږدول چې ورباندې «د تورپوستانو ژوند مهم دی» او «ښه راغلاست د ټولو له پاره»، شعارونه ليکل شوي ول.
د مظاهرو د تنظيمونکو په وينا، په دغو مظاهرو کې د ګډون په موخه، د ايټاليا د شاوخوا ۵۰ ښارونو څخه خلک روم ته راغلي تر څو د مهاجرت قانون د لا اسختيدو پر ضد اعتراضونه وکړي.
د ايټاليا سنا يا مشرانو جرګې د پنجشنبې په ورځ د کورنيو چارو د وزير ماتيو سالويني يو فرمان تصويب کړ کوم چې د مهاجرو اخراج اسان او د قبولۍ له پاره بشري دلايل عملاً حذفوي.
حکومت دغه راز غواړي د نوو قوانينو په رڼا کې، د پناه غوښتونکو د ويش او د هغو د هستوګنځايونو چارې له سره تنظيم کړي. په دې اساس بايد ډیری پناه غوښتونکي د مهاجرو د اوسیدو په لويو مرکزونو کې ځای پر ځای کړل شي.
د اخراج په موخه په څيړنو کې چټکتيا
په دغه فرمان کې د امنيتي مسايلو اړوند مواردو کې دا هم په نظر کې نيول شوي چې د برقي شارت ورکونکو تومانچو استفاده دې ډيره او د مهاجرو له شتونه د هستوګنځايونو د تخلیه کولو چارې دې لا اسانه کړل شي.
د ايټاليا د شاوخوا ۵۰ ښارونو څخه خلک روم ته راغلي تر څو د مهاجرت قانون د لا اسختيدو پر ضد اعتراضونه وکړي.انځور: Getty Images/Awakening/S. Padovani سربيره پر دې، هغه پناه غوښتونکي چې «خطرناک» ارزول کيږي بايد د ېوې چټکې څيړنې وروسته له ايټاليا څخه اخراج شي. همدا ډول هغه پناه غوښتونکي چې د پناه غوښتنې د څيړنې په موده کې د درانه جرم مرتکب ګرځي هم په چټکۍ اخراج کړل شي.
د ايټاليا ائتلافي حکومت چې د مهاجرو ضد ګوند او د پنځو ستورو عوامپاله خوځښت څخه جوړ دی، په پارلمان کې يو غوڅ اکثريت لري چې دې سره به ښايي د دغه قانون د تصويب له پاره وروستی خنډ هم له مخې لرې شي.
د مهاجرو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمشنرۍ په دې اړه خپله انديښنه ښکاره کړې او ويلي يې دي چې دغه قانون نه شي کولای د انسانانو له پاره «مناسب تضمينونه» وړاندې کړي، په ځانګړې توګه د شکنجو او جنسي تاوتريخوالو قربانيانو او هغو انسانانو له پاره چې حفاظت ته اړتيا لري.
د عيسی د خدماتو د ټولنې په نوم دفتر يا یسوعيان هم دغه فرمان يو غير موثر او د مهاجرت د پيچلې موضوع له پاره نامناسب ګڼلی دی. په روم کې د دغې ټولنې کارپوه نترو ستالي وويل چې دغه تدابير د سياسي کمزورتيا ښکارندويي کوي کوم چې د عاجلو ارزونو په نتيجه کې جوړ شوي دي.
هغه زیاته کړه چې په دغه فرمان کې د مهاجرت موضوع ته، «په يو خطرناک پوښښ کې» د امنيت له موضوع او نورو بشپړو متفاوتو حقوقي مسائلو؛ لکه: ادغام، تابعيت او د کار بازار ته د لارموندنو سره تړاو ورکړل شوی دی.
له آرشيف څخه يو انځوريز البوم:
په روم کې د لاریون کوونکو مهاجرینو او پولیسو ترمنځ اخ او ډب
د روم په پیازا انډیپینډینزا کې د پولیسو له خوا له یوې څلور لارې د مهاجرینو د ایستلو له امله سختې نښتې شوي. د ځواک استفادې سیاسي جنجالونه هم راپارولي دي. انځور: ANSA/A. Carconi د تخلیه کولو پر وړاندې مقاومت د روم د ریلونو مرکزي تم ځای ته څیرمه پیازا انډیپینډینزا ته ایټالیوي پولیس د پنجشنبې په سهار راورسیدل څو دغه سیمه له را ټولو شوو مهاجرینو تخلیه کړي. له ایریتیریا او ایتوپیا څخه شاوخوا ۱۰۰ مهاجرین د شنبې ورځې راهیسې هغه مهال چې سیمې ته څیرمه له یوې ودانۍ وایستل شول، په دې ځای کې میشت شوي وو.
انځور: ANSA/A. Carconi هغه مهال چې لاریون کوونکو مهاجرینو پر پولیسو باندې د لرګیو او تیږو ګوزارونه پیل کړل، پولیس اړ شول چې اوښکې بهوونکی ګاز او له اوبو څخه کار واخلي. په یوه خپره شوې اعلامیه کې پولیسو ویلي چې ځینې مهاجر د ګازو په بوتلونو سمبال وو او ځینې یې استفاده کړي. پولیسو ویلي چې یو شمیر پولیس افسران په بوتلونو او تیږو ویشتل شوي او مرچ لرونکې سپرې ورباندې کارول شوې. پولیس وايي دوه کسان یې نیولي دي.
انځور: ANSA/A. Carconi له ځواک او زور څخه ډیر کار اخیستل
بې پولو ډاکټرانو په یوه اعلامیه کې ویلي چې په دې پیښه کې ۱۳ مهاجرین ټپیان شوي دي. د بخښنې نړیوال سازمان د چارواکو لخوا له زور څخه کار اخیستل غندلي دي. په ایټالیا کې د بخښنې د نړیوال سازمان عمومي مشر، ګیاني روفیني ویلي چې «د پولیسو عکس العمل، د هغوی کړنې او د تجهیزاتو کارول په بشپړه توګه بې تناسبه دي او دا د منلو نه دي.»
انځور: ANSA/A. Carconi تر تخلیې وروسته، ځینې مهاجرین د ریلونو مرکزي تم ځای ته څیرمه د سړک پر غاړه میشت شول او وروسته په ډلو ډلو سره یې قدم وهل پیل کړل او د ریلونو تم ځای ته څیرمه یې سړکونه بند کړل. دوی نارې وهلې چې «موږ ترهګر نه بلکې مهاجر یو» او ځینو نارې وهلې چې «ایټالیا شرم وکړه». دغه ډله کسان بیا یوځای سره راټول شول چې پولیسو یې د پاشلو هڅه کوله.
انځور: ANSA/A. Carconi یوې میرمنې وویل چې دوی [پولیسو] موږ له ویښتو نیولو، او ان په لرګیو یې وهلي یو. دا بد کار دی، موږ سیاسي مهاجرین یو او موږ قانوني اسناد لرو. په تخلیه شوې ودانۍ کې زیاتره مهاجرین له ۲۰۱۳م کال راهیسې میشت وو.
انځور: ANSA/A. Carconi د تخلیه کولو دغې هڅې پراخ سیاسي کړکیچ رامنځته کړی. دغه نیوکې په ځانګړې توګه د روم ښاروال ته متوجه دي. سیمه ایزه حکومتي اداره او د ایټالیا پر دموکرات ګوند هم سختې نیوکې شوي دي. په ورته وخت کې نیمه ښي اړخو د چارواکو د دغه اقدام او عکس العمل هرکلی کړی.
انځور: ANSA/A. Carconi دغه نښتې په ایټالیا کې د وروستیو ننګونو یوه تازه بیلګه ده. ایټالیا ته هر کال له شمالي افریقا او منځني ختیځ څخه په زرهاوو تازه مهاجرین رسیږي. د روان کال له پیل راهیسې تر اوسه پورې ایټالیا ته له ۹۷ زره څخه ډیر مهاجرین رسیدلې دي.
انځور: ANSA/A. Carconi