«په زرونو مهاجر په سرویس او اورګاډو کې آلمان ته راغلي»
۱۳۹۷ بهمن ۸, دوشنبه
ویل کیږي چې د آلمان فدرالي پولیسو په ۲۰۱۸م کال کې په زرونو داسې کسان نیولي دي چې په اورګادو او سرویسونو کې یې دې هیواد ته د داخلیدو هڅې کړي. ډیر دغه پناه غوښتونکي له اتریش څخه آلمان ته راغلي دي.
اعلان
د «راینیشه پوست» ورځپاڼي د دوشنبې په ورځ خبر ورکړ چې د آلمان فدرالي پولیسو په ۲۰۱۸م کال کې تر۱۴۰۰۰ ډیر داسې پناه غوښتونکي نیولي دي چې هڅه یې کوله په سرویسونو او اورګاډو کې دې هیواد ته داخل شي. دې ورځپاڼې د پولیسو یو داسې سند لیدلی دی چې ښيي چې تر۸۰۰۰ لږ کم پناه غوښتونکي په دې موده کې په سرویسونو او تر ۶۰۰۰ لږ زيات بیا په اورګاډو کې آلمان ته رسیدلي دي.
د دغو پناه غوښتونکو په ډله کې ډیر یې د افغانستان، نایجیریا، عراق، سوریې او ترکیې وګړي ول. په ۲۰۱۸م کال کې شاوخوا ۶۰۰۰ پناه غوښتونکي له اتریش څخه په سرویسونو او اورګاډو کې آلمان ته رسیدلي دي. تر اتریش وروسته بیا په ترتیب سره له فرانسې او سویس څخه ډیر پناه غوښتونکي آلمان ته راغلي دي.
د آلمان فدرالي پولیسو یوازې هغو غیري قانوني مهاجرو ته چې د اتریش او آلمان تر منځ پولې څخه یې د تیریدو هڅه کړې، آلمان ته د داخلیدو اجازه نه ده ورکړي.
د اروپايي ټولنې د محکمې پریکړه
د اروپايي ټولنې محکمې پریکړه کړې ده، له دې کبله چې آلمان د شنګین ساحې غړیتوب لري، نو د سرویسونو شرکتونه د دې حق نه لري چې د خپلو مسافرو پاسپورتونه وګوري. له دې سره ښايي په سرویسونو کې د راتلونکو غیر قانوني مهاجرو مخنیوی لا پسې سخت شي.
تر دې مخکې د سرویسونو یوه آلماني او یوه هسپانوي شرکت د آلمان د هغه قانون پر ضد عریضه کړې وه چې له مخې یې باید آلمان ته تر رسیدو مخکې د مسافرو پاسپورتونه ارزول شوي وای. د اروپايي ټولنې د محکمې پریکړه باید اوس د آلمان د اداري محکمې له خوا وارزول شي.
زموږ له ارشيف څخه:
تيرکال د کوم هیواد څومره پناه غوښتونکي آلمان ته راغلي؟
تيرکال آلمان ته د مهاجرو په راتګ کې څرګند کمښت لیدل کیږي. په ۲۰۱۷م کال کې ۱۸۰ زره، په ۲۰۱۶م کال کې ۲۸۰ زره او په ۲۰۱۵م کال کې شا او خوا یو میلیون کسان د پناه په لټه کې آلمان ته راغلي دي.
انځور: Getty Images/AFP/A. Messinis
۱۔ سوریه
په ۲۰۱۷م کال کې هم آلمان ته تر ټولو زیات مهاجر له کورنۍ جګړې سره لاس او ګرایوان هیواد سوریې څخه راغلي دي. د آلمان د کډوالو او مهاجرو د فدرالي ادارې د معلوماتو له مخې تيرکال د سوریې تر پنځوسو زرو زیاتو وګړو په آلمان کې د پناه غوښتنه کړې ده. کابو ۹۲ سلنه سوریایانو ته پناه ورکړل شوې ده.