1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په زرونو کلفورنیایانو د کرونا د قیوداتو پرضد مظاهرې وکړې

۱۳۹۹ اردیبهشت ۱۳, شنبه

د کلفورنیا ایالت په لږترلږه ۱۱ ښارونو، د هغې جملې په سان فرانسیسکو، لاس انجلس او سان ډیاګو کي په زرهاوو خلګو د کرونا د قیوداتو پرضد مظاهرې وکړې. هغوی دکلفورنیا د ګورنر پرضد او ځینو یې د ترمپ په پلوۍ نارې وهلې.

New York Coronakrise Protest für Mieterlass
انځور: Reuters/M. Segar

دغو مظاهره کونکو چي د کلفورنیا د ګورنر، جیونین نیوسن پرضد نارې وهلې، نه یې ماسکونه تړلي وه او نه یې هم تعین سوې فاصله مراعتوله. هغوی د«کلفورنیا پرانیزۍ او ازادۍ» شعارونه ورکوله. ځینو چي یې د امریکا بیرغونه هم انتقالوله، د «ترمپ ۲۰۲۰ » نارې وهلې او د هغه د بیرته انتخاب شعارونه یې ورکوله.

دلاس انجلس د ښاروالۍ مخته، چیري چي په سلهاوو مظاهره کونکي راټوله سوي وه، پولیسو د مخالفو مظاهره کونکو سره د هغوی د ټکر او مخامخ کیدو مخنیوی وکړ. د هنتینګتون ساحل مخته، کوم چي د لاس انجلس څخه ۵۰ کیلومتره لیري دی په زرهاوو کسانو د دغه ساحل د تړل کیدو پرضد مظاهرې وکړې. یوې مظاهره کونکي، مونیکا بایل هارد وویل،«دا داسي یو څاڅکئ ؤ چي د صبر کاسه یې ډکه کړه.» دې د ساحل تړل یو بې معنی او بې ځایه کار وباله.

ګورنر نیوسمن پرون جمعه(د مۍ میاشتي اوله) په یوه مطبوعاتي کنقرانس کي وویل، چي دئ د مظاهره کړونکو په غوښتنو پوهیږي، خو د هغوی څخه یې بیا هم وغوښتل، چي په کورونو کي پاته سي او د کرونا په سبب وضع سوي قیودات مراعت کړي.

د امریکا متحده ایالت د نړی هغه هیواد دی، چي تر ټولو ډیري د کرونا پانډمي پیښي پکښي سوي دي . په دغه هیواد کي تر اوسه پوري تر ۶۴۰۰۰ اضافه انسانان ددغه ویروس څخه مړه سوي هم دي. پخپله په کلفورنیا ایالت کي ، چي تر ټولو ډیر نفوس لري، تر اوسه پوري پکښي د کرونا څخه ۲۱۰۰ تنه مړه سوي دي.

یوه ورځ تر دې دمخه، یعني پنجشنبه ورځ د امریکا په میشګان ایالت کي هم مظاهارې تر سره او هغوی هم د کرونا د قیوداتو د له منځه وړلو غوښتنه کوله. یو تعداد کسان ددغه ایالت پارلمان ته هم ورننوتل، چي ځیني یې مسلح هم وه.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب