په سروبي کي چاودني ملکيان وژلي دي
۱۳۹۹ تیر ۲۴, سهشنبهد کابل د پوليسو وياند فردوس فرامرز وويل چې په سروبي ولسوالۍ کې اته کسان په يوه موټر کې سپاره ول چې موټر یې د سړک د غاړې پر يوه ماين وربرابر شوی دی. نوموړي وويل چې د پېښې په اړه پلټنې پيل شوي دي.
خو د سروبي ولسوال گوهر خان بابري بيا په پېښه کې د وژل شويو شمیره يو څه لوړه وښود. هغه وويل چې په پېښه کې پنځه کسان وژل شوي چې يو ۱۳ کلن هلک هم پکې شامل دی. د نوموړي په خبره په دې پېښه کې ۱۱ کسان ټپيان شوي دي. خو د تلفاتو کره شميره لا سملاسي په دقيقه توگه معلومه نه ده.
تر اوسه هیڅ کومې ډلې د بريد پړه نه ده منلې خو د ولسوالۍ چارواکي طالبان مسئول بولي او وايي چې دغه ډله اکثره د پوځي کاروانونو د په نخښه کولو په موخه د سړک پر غاړه ماينونه ښخوي.
اړونده موضوع:د کندهار د شاه ولي کوټ ولسوالۍ پر امنيې قوماندانۍ موټر بم بريد
په دې منځ کې په کندهار کې هم درې ملکي کسان او د استخباراتو يو مامور چې په يوه موټر کې یې سفر کاوه، په همدې ډول يوه پېښه کې ټپيان شوي دي. د هغوی موټر هم د سړک د غاړې پر يوه ماين ور برابر شوی وو.
طالبانو په دې وروستیو کې د کابل په گډون ټول افغانستان کې خپل بريدونه زیات کړي دي. په بريدونو کې دغه ډيرښت په فيبروري میاشت کې له امريکا متحده ایالاتو سره د سولي پر يوه تړون سربيره هم ليدل کيږي.
د دوشنبې په ورځ (د جولای ۱۳ نیټه) طالبانو په سمنگان ولايت کې تر يوه موټر بم بريد وروسته د حکومتي ځواکونو سره نښته پيل کړې وه چې د ملي امنيت ادارې ۱۱ کارکوونکي پکې وژل شوي او۶۳ کسان چې ملکيان هم پکې شامل دي، ټپيان شوي ول.
زموږ له آرشيف څخه: