په سرپل کې سیلابونو ۲۰ کسان وژلي دي
۱۳۹۵ اردیبهشت ۲۹, چهارشنبهاسوشیتد پرس خبري آژانس د سرپل ولایت د والي ویاند ذبیح الله اماني، له قوله لیکلي دي چې سیلابونو د چهارشنبې په سهار وختي په لیري پرته ولسوالي کوهستانات کې زیانونه اړولي دي.
د اماني په خبره سیلابونو هر څه له ځانه سره په مخه کړي دي او ډېر کورونه یې ویجاړ کړي دي. هغه زیاته کړې ده په داسې مهال چې لا خلک ویده ول د سیلاب د راتلو له کبله ۲۲ تنه ټپیان شوي هم دي.
دغه ویاند زیاته کړې ده چې ياده سیمه د طالب یاغیانو تر کنترول لاندې ده، چې دې کار د ژغورنې چارې له ستونزو سره مخامخ کړي دي.
د اماني په خبره ځایي مخورو چې د ژغورني په چارو یې پيل کړی دی له غیر دولتي سازمانونو څخه د مرستې غوښتنه کړې ده.
د افغانستان زیاتره شمالي برخي تر سختو اوروښتونو وروسته د سیلابونو له کبله زیانمیږي.
څه موده وړاندي هم په بادغیس ولایت کې د سیلابونو له کبله شا او خوا ۲۵ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی وو.