1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

په سر باندې توپ وهل کې د فوټبالرانو د مړينې امکان ډير دی

۱۳۹۸ آبان ۱, چهارشنبه

یوه نوې څيړنه ښيي چې په فوټبالرانو کې په سر د توپ وهلو له وجې د پيدا شوو ټپونو له امله د مړينې امکان، د عامو خلکو په پرتله ډير دی. د دې لامل د سر د پوټکي لاندې رامنځ ته شوي زيانونه دي چې په اعصابو کې منفي اثرات پيدا کوي.

Fußball-WM - Frauen - Gruppe A - Norwegen vs. Nigeria
انځور: Reuters/C. Hartmann

د يوې نوې څيړنې پاېلې ښيي چې په فوټبالرانو کې په سر د توپ وهلو له وجې د پيدا شوو ټپونو له امله د مړينې امکان، د عامو خلکو په پرتله ډير دی. د دې لامل د سر د پوټکي لاندې رامنځ ته شوي زيانونه دي چې د انسان په اعصابو کې منفي اثرات پيدا کوي.

پر دغې څيړنې باندې «فوټبال او په ټول ژوند کې د هغه پاتې اثرات» نوم ايښول شوی دی. دغه اثرات په ځانګړې توګه په انسان کې «ډيمينشيا» يا د عقل زوال ناروغۍ ته ډيره وده ورکوي. ډيمينشیا ته د اعصبي ناروغيو د بنسټ په سترګه کتل کيږي.

په دغې نوې څيړنه کې په ځانګړې توګه د فوټبال لوبو پر مهال د لوبغاړو ټپي کيدو او مړينې باندې ډير تمرکز شوی دی.

د بريتانيا د ګلاسګو پوهنتون د څيړنې له مخې، کوم ټپونه چې د لوبې پر مهال د فوټبالرانو په سر کې راپيدا کيږي، هغه په اعصابو کې د منفي بدلون رامنځ ته کيدو لامل واقع کيږي. ګلاسګو پوهنتون دغه څيړنه د انګلستان د فوټبال او د مسلکۍ فوټبالرانو د ټولنو په غوښتنه بشپړه کړې ده.

د ګلاسګو پوهنتون څيړونکو په دغې تحقيق کې د ۱۹۰۰ او ۱۹۷۶کلونو تر منځ د ۷۶۷۶ تنو فوټبالرانو روغتيايي رپوټونه باندې کتنې کړي دي. دغه ټول، نارينه فوټبالران ول. په دې ترڅ کې څيړونکو له ۳۰ زره عامو خلکو سره هم مرکې کړي دي.

د دغه څيړنيز رپوټ په حواله، د فوټبالرانو په سر کې رامنځ ته شوي ټپونه د هغوی په اعصابو کې منفي بدلون رامنځ ته کوي چې هغه کولای شي په هغوی کې د آلزايمر ناروغۍ د ابتلا امکان ډير کړي.

د لوبې پر مهال په سر د وارد شوي ټپونو بد اثرات کيدای شي د عمر تر پايه پاته شيانځور: Reuters/S. Salem

آلزايمر چې معمولا په تدريجي شکل سره ظهور کوي، داسې يوه ناروغي ده چې د اعصابو په عمل کې اختلال رامنځ کوي. د دغې ناروغۍ تر ټولو پرمخ تللې يې د «عقل زوال» ناروغي ده.

په دې ترتيب د دې امکان هم شته چې دوی پر «موټر نيورون» ناروغۍ چې د اعصابو د کمزوره کيدو ناروغي ده، هم مبتلا شي. د دغې ناروغۍ له وجې کيدای شي فوټبالران د خپل طبيعي عمر څخه لږ وخت ژوندي پاتې شي.

په دغه رپوټ کې موندل شوې چې د لوبو پر وخت د فوتبالرانو له خوا په سر د توپ وهلو اثرات کولی شي هغوی تر تقاعد وروسته هم له شديدو عصبي ناروغيو سره مخ کړي. په دې معنی چې د دغو ټپونو بد اثرات د ژوند تر پايه له سړي سره مل وي.

خو له نورو ناروغيو سره د فوټبالرانو د مخ کيدا امکان لږ ښودل شوی، لکه په مختلفو سرطاني او تنفسي ناروغيو سره.

دغه څيړنه د هغو هيوادونو له پاره ډيره ازښتناکه ده چې د فوټبال لوبې پکې ډيرې رايج دي. کارپوهان په دې اند دي چې د فوټبال نړيوال فدراسيون فيفا هم کولای شي پر دغه رپوټ باندې تمرکز ولري.

فوټبال له هغو مشهورو لوبو څخه دی چې په نړۍ کې خپل ډير مينه وال لري، په ځانګړې توګه په اروپا او لاتين امريکا کې خلک له دغه ورزش سره ليونۍ مينه لري.

(اې ایف پي)ع ح ⁄ ش ح/م ک ص/ن ز

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب